د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان ته باید ٦٠٠ زره عسکر ولیږل شي'


د امریکا ډیرو مطبوعاتو نن ددغه ملک د ولسي جرگې د یوه مهم دیموکرات غړي د پرونۍ وینا په اړه تبصرې کړي دي. جان مرتا وايي، د افغانستان د امنیت د تامینولو لپاره ٦٠٠ زرو عسکرو ته ضرورت دی.

د اسوشیټډ پرس آژانس لیکلي، جان مرتا پرون وویل، د افغانستان روان حالات جدي او د اندېښنې وړ دي او د امنیت د تامینولو لپاره لږ تر لږه ٦٠٠ زرو عسکرو ته ضرورت دی.

مرتا وايي، د افغانستان په تیر تاریخ کې سختو او دوامدارو جگړو ته په پام سره یې ددغه اندازې عسکرو ضرورت احساس کړی دی.

جان مرتا د امریکا په ولسي جرگه کې د نظامي بودیجې د کمیسیون غړی دی.

اسوشیټډ پرس لیکلي، مرتا دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې د دفاع وزیر رابرټ گیټس وايي، له افغانستان نه د امریکايي قواوو د ایستلو د نیټې ټاکل دا وخت ناممکنه ده خو یوازه همدومره یې ویلي چې دا کار امکان نلري چې ژر وشي.

آژانس ویلي، مرتا وايي د جمهور رئیس براک اوباما د ددې پریکړې له آمله اندېښمن دی چې افغانستان ته یې په داسې حال کې د ١٧ زرو اضافي عسکرو د لیږلو پریکړه کړې چې په دغه ملک کې لا تر اوسه پلان روښانه نه دی.

جان مرتا وايي، دی فکر کوي، د افغانستان د وسله والو قواوو روزنې پلان به جوړ شي او ورپسې به له هغه ملک نه د امریکايي قواوو په راوتلو غور کیږي.

اسوشیتډ پرس لیکلي جمهور رئیس اوباما تیره میاشت اعلان وکړ چې افغانستان ته به اضافي عسکر لیږي او د سمیې په باب د غور لاندې ستراتیژئ له جوړېدو سره به دا معلومه شي چې څومره عسکر لیږل کیږي.

آژانس وايي، په دې باب له تر اوسه جدي بحثونه روان دي چې افغانستان ته څومره عسکر ولیږل شي. ځینې کسان وايي، افغانستان ته د ډیرو عسکرو لیږل بې گټي دي، ځکه چې افغانان په خپله خاوره کې د خارجي عسکرو له موجودیت سره حساسیت لري.

په رپوټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د ناټو د قواوو پخواني قومندان جنرال مکنیل هم ویلي وو، که په دغه ملک کې د امریکا د افراطیت ضد پلان تعقیب شي، لږ تر لږه ۴٠٠ زرو عسکرو ته ضرورت دی.

آ‏ژانس وايي، قومندانانو دا خبره هم کړې ده چې په افغانستان کې د تشدد او افراطیت په خلاف تر ټولو غوره لاره د داخلي قواوو تقویه کول دي. دوی وايي، د تیرو څو کلونو راهیسې د ټولو مشکلاتو سره سره د افغانستان د وسله والو قواوو روزنه او تجهیز دوام لري.

XS
SM
MD
LG