د لاس رسي وړ اتصالات

گیتس: د افغانستان د انتخاباتو په باب د کرزي تشویش پر ځای دی


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس پرون د سه شنبې په ورځ وویل چی د انتخاباتو په باب د افغانستان د جمهور رئیس اندیښنې پرځای او معقولي دي او دهغه ددې اندیښنو د لیري کیدو د پاره هلي ځلي رواني دي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د انتخاباتو د مامورینو نه غوښتي دي چی د انتخاباتو نېټه دی د سږ کال د آگسټ د میاشتي نه اپریل ته واړوي. د هغه د جمهوري ریاست دوره د مې په میاشت کی ختمیږي.

گېټس پرون وویل چی دی د ښاغلي کرزي په دې اندیښنو پوهیږي، مگر دا به مشکله وی چی د آگسټ د میاشتي مخکي دي په هغه ملک کی عادلانه، آزاد او مصئون انتخابات وشی.

د امریکا ددفاع وزیر دا وینا وروسته له هغه وکړه چی د فرانسې د دفاع د وزیر سره یې په پنټا گان کی وکتل.

گېټس وویل چی په دې باب کوششونه روان دي چی د مې او آگسټ تر منځ انتخابات وشی او هر حکومت چی په دې وخت کی راځي هغه به قانوني حکومت وی.

گېټس دا هم وویل چی ددې امکان نه سته چی د افغانستان نه د نړۍ والو قواو د راوتلو د پاره دي کومه نېټه وټاکل سی. هغه وویل چی دی په نژدې راتلونکي وخت کی ددغو قواو د ماموریت د بشپړیدو امکانات نه ویني.

له بلي خوا د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي پرون افغانستان او پاکستان ته خپل یو خاص آستاځی و ټاکه.

او د سپیني ماڼۍ مامورین وایي چی د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن به بله هفته بروکسیل ته ولاړسی چی د افغانستان او پاکستان په باب د ناتو په غونډه کی برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG