د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: د انتخاباتو امنیت به ساتو


د افغانستان دکورنېو چارو وزارت واېې چه پولېس به خپل ښه ډېر کوښښ وکړی چه د جمهور رېس کرزي د اعلان سره سم د انتخاباتو په وخت امنېت وساتی.

د کورنو چارو وزېر حنېف اتمر واېې چه طالبان به ضرور ددی انتخاباتو د اخلالولو کوښښ وکړی خو حکومت به هم ومرهزېات امنېتی قوتونه موظف کړی چه پوره امنېت ېې وساتلی شی.

ښاغلي کرزي د افغانستان د انتخاباتو کمېسون ته هداېتکړی دی چه د انتخاباتو نېټه دې رامخکی کړی او د اپرېل په مېاشت باېد د جمهوری رېاستانتخابات وشی. د جمهور رېس کرزي د حکومت موده بله مېاشت پای ته رسېږی.

خو د امرېکا دفاع وزېر رابرټ گېټس واېې ډېره مشکلهبه وی چه داگست دمېاشتی نه مخکی دومره زر په افغانستان کی ازاد،منصفانه او مسئون انتخابات وشی.

رابرټ گېټس ووېل واقعا چه ښاغلی کرزی د راتلونکو انتخاباتو په باب ېو لړ مشروع اندېښنی لری او اوس دا کوښښ روان دی چه ددغه اندېښنی رفع شی.

د امرېکا د دفاع وزېر دا تبصره پرون د فرانسې د دفاع د وزېر هرمې مورېن سره په پنټاگون کی دملاقات نه وروسته وکړه.

گېټس ووېل اوس کوښښ کېږی چه د انتخاباتو لپاره د مخکېنئ نېټی او هغه نېټی ترمنځ په ېوې مناسبې نېټی باندی سلا مشوره وشی او کوم حکومت چه ددغی مودی په دوران کی په افغانستان کی موجود وی خپل مشروعېت هم وساتی.

گېټس ووېل دا خبره هم ناممکنه ده چه افغانستان نه د خارجی قواو دوسېتلو لپاره کومه ټاکلی نېټه اعلان شی.

هغه ووېل فکر نه کوی چه دومره زر به په افغانستان کی دنړېوالو قواو اوسنی مامورېت پای ته ورسېږی.

مگرد فرانسې ددفاع وزېر ووېلچه دناتو عسکر باېد ېواځی څو مره چه لازم او ضروری وی په افغانستان کی پاتی شی خو د تل لپاره نه.

د فرانسېد دفاع وزېر ووېل باېد په افغانستان کی دناتو دقواو دپاتی کېدلو لپاره د اروپا خلکو ته دا خبرهتشرېح او څرگنده شی چه ځېنی خاص اهداف په دغه هېواد کی لری او داسی ېو انتظام هم نېول شوی دی چه ددغو هدفونو د حاصلولو نه ورسته به د ناتو عسکر د افغانستان نه ووځی او خپلو کورونو ته به ځی.

XS
SM
MD
LG