د لاس رسي وړ اتصالات

خامنايي: اوباما د بوش په لاره روان دی


د اېران مذهبی مشر اېت اله علی خامېناېې نن د امرېکا جمهور رېس بارک اوباما په دی تورن کړ چه د اسراېلو د ملاتړ په باب هماغه پخوانئ غلطۍ کوی او د امرېکا د پخوانی جمهور جورج بش په لاره باندی روان دی.

د اېران روحانی مشر د اسراېلو دولت د بدن ېوه سرطانی دانه وبلله. اېت اله خامېناېې نن په تهران کی ېوه کانفرانس ته په خپله وېنا کې ووېل چه د اسراېلو لپاره دهغه په وېنا د اوباما ملاتړ غېر مشروط دی.

ښاغلي خامېناېې زېاته کړه چه فلسطېنېان ېواځی د د اسراېلو په خلاف د خپل مقاومت په وسېله کولی شی چه خپله خاوره وگټی نه خبرو او مذاکراتو له لاری.

جمهور رېس بارک اوباما څو وارې دا خبره کړی ده چه غواړی اېران سره د روابطو دښه کولو په غرض خبری وکړی خو لومړی باېد اېران خپل موټی خلاص کړی.

د اېران جمهور رېس محمود احمدی نژاد واېې چه ېو ځای د متقابل احترام په اساس به اېران امرېکا سره خبری شروع کړی.

XS
SM
MD
LG