د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اپوزسیون د کرزي مداخله رد کړه


د افغانستان د حکومت د مخالفو گوندونو غړي، سیاسي څیرو او د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو پرون په کابل کې غونډه کړې وه او د آینده انتخاباتو په باب یې بحث وکړ.

د کابل د اینټر کانټیننټل په هوټل کې په دغه غونډې کې د حکومت مخالف ملي متحدې جبهې ځینو غړو، د حزب وحدت مشرانو او ځینو نور سیاسي څیرو گډون درلود.

د مالې پخوانی وزیر او د افغان ملت د گوند رئیس انور الحق احدي چې په دغه گوند کې گډون درلود، وویل اصلي هدف یې همدا وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پریکړې ملاتړ وکړي. ښاغلي احدي وویل، په کار انتخاباتو ددغه کمیسیون له خوا په ټاکل شوې نیټه د اسد په ٢٩مه تر سره شي.

جمهور رئیس حامد کرزي د تیرې شنبې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د انتخاباتو نیټه پسرلي ته راوړاندې کړي. خو دغه کمیسیون نن اعلان وکړ چې انتخاباتو د دوی له خوا په مخکي ټاکل شوې نیټې تر سره کیږي.

انور الحق احدي هم د جمهور رئیس کرزي پر فرمان انتقاد وکړ.

دی وايي، د جمهور رئیس مداخله پر ځای نه وه او هیڅ امکان یې نه درلو د چې په دومره لږ وخت کې آزاد انتخابات تر سره شي. ځکه نو، دی وايي، موږ د کمیسیون د فیصلې ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې سیاسي ډلو غوښتنه کړې ده چې د جوزا په لومړۍ نیټه د جمهور رئیس کرزي د واک د پنځه کلنې دورې له پوره کېدو سره باید دی واک پرېږدي او یو موقت حکومت رامنځه شي.

ښاغلي احدي له آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، په پرونۍ غونډه کې په دې اړه بحث وشو. دا چې د حل کومه لاره پیشنهاد شوې ده، دی وايي:

"باید یو میکانیزم جوړ شي. که په دې خبره توافق وشي چې ښاغلي کرزی دې پر واک پاتې وي، خو مشکل نشته او که پریکړه پر دې کیږي چې یوې بې طرفه اداره دې راشي، ځکه چې ښاغلی کرزی پخپله کاندید دی، نو بیا په کار ده چې دغه میکانیزم عملي شي".

انورالحق احدي وویل، ددې ویره ده چې که ښاغلی کرزی پر واک پاتې شي، ممکن د انتخاباتو شفافیت ته صدمه ورسیږي، ځکه چې ده هم راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی.

ددغې غونډې یو بل گډون کوونکی، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، ډاکتر عبدالله و. هغه وویل، د جمهور رئیس حامد کرزي د وروستیو اقداماتو له آمله د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنې ایجاد شوي وې او د غونډې هدف هم په دې اړه غور کول وو.

په دغه غونډه کې د افغان ملت گوند د مشر علاوه، د ملي متحدې جبهې رئیس برهان الدین رباني او د حزب وحدت او ملي جنبش د گوندونو مشرانو برخه لرله.

له ډاکتر عبدالله نه پوښتنه وشوه چې آیا دغو مختلفو خواوو متحده نظر درلود؟

"پر کومو مسایلو چې تفاهم وشو، ټولو یو شان نظر درلود. خو دا یو ایتلاف نه وو چې د ماتېدو انتظار به یې ولرو".

XS
SM
MD
LG