د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په باب ایران ته بلنه ورکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن ایران ته پیشنهاد کړی چی د افغانستان په باب دې په بین المللي کنفرانس کی چی ټاکل شوې د مارچ په ٣١ مه نیټه جوړ سی برخه واخلي.

هغې په بروکسیل کی د ناتو په یوه غونډه کی وویل چي په دې کنفرانس کی به چی ددې په قول « د غټي خیمې » کنفرانس به وی، گاونډي ملکونه لکه ایران، د ناتو غړي او بسپنه ورکونکي هیوادونه شامل وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري وویل چی امریکا په دې باور لري چی په افغانستان او پاکستان کی د یاغیانو او تندروانو د جنجالونو په حلیدو کی سیمه ایز کوششونه ډیر مهم دي.

ددې بین الملي غونډي ځای لا تر اوسه پوري نه دی معلوم، خو هیلري کلینټن وویل چی د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون به د وزیرانو په سطح دغه غونډه پرانیزي. هغې دا هم وویل چی افغانستان ته د ملگرو ملتو خاص آستاځی کای ایډي به ددې غونډي د جلسو ریاست کوي.

د ناتو وزیرانو مخکي له دې چی په افغانستان کی د جمهوري ریاست انتخابات شروع سی، د هغه ملک د حالاتو څیړنه وکړه. دوی په دې باندي موافقه وکړه چی ددې د پاره چی په افغانستان کی آزاد او عادلانه انتخابات وسی، باید د هغه ملک د چارواکو سره مرسته وسی چی امنیت تامین کړی.

له بلي خوا د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په باب د امریکا په پالیسی باندي د کاناډا ددفاع د وزیر پیټر میک کې سره خبري وکړې.

XS
SM
MD
LG