د لاس رسي وړ اتصالات

' د اسرائیلو او فلسطین دوو دولتونو جوړېدل ممکن دي'


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلینټن منځني ختیځ ته د سفر پر وخت وویل، په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او فلسطین د دوو مستقلو دولتونو جوړېدل به د اسرائیلو په گټه هم وي.

ابوبکر الشنگیتي په امریکا کې د مسلمانانو د ټولنې رئیس دی او د منځني ختیځ مسئله څاري.

ډاکتر الشنگیتي د اسرائیلو او فلسطین د دوو جلا دولتونو جوړېدو ته تر بل هر وخت زیات هیله من ښکاري.

دی وايي: "موږ باید تمه ولرو. په خاص ډول اوس چې په امریکا کې د جمهور رئیس براک اوباما په مشرئ حکومت دی او ددغه حکومت دریځ د منځني ختیځ په باب، د ښاغلي میشل انتخابېدل د منځني ختیځ لپاره د امریکا د خاص استازي په توگه یو مهم گام و او سیمې ته د بهرنیو چارو د وزیرې سفر هم یو گټور قدم و".

هیلري کلینټن په تیره اوونۍ کې د سیمې د مشرانو سره وکتل. په عین وخت کې د مصر په شرم الشیخ کې د نړی ډیرو هیوادونو استازو غونډه وکړه او د فلسطین سره یې د څلور نیم میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه. د کوربه هیواد مصر چارواکو وویل، دغه پیسې به په آینده یوه کال کې د فلسطین چارواکو ته ورکړل شي.

په لویدیځه غاړه کې د د فلسطین د ادارې جمهور رئیس محمود عباس چې د دوه نیم میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه یې کړې وه. وايي، چې د نړیوالې ټولنې ددغه مرستې نیمايي به د غزې په بیارغاونه ولگول شي.

په تیره میاشت کې د اسرائیلو او د حماس تر منځ د درې اونیو په اوږده جگړه کې د غزې تړانگې ته سخته صدمه ورسېده.

ډاکتر الشنگیتي هم دغه غونډه مهمه گڼي او وايي: "د شرم الشیخ غونډه ددې لپاره مهمه وه چې پر غزې باندې د اسرائیلو د حملې ځینې منفي عواقب بیرته ورغول شي".

خو ډاکتر الشنگیتي وايي، تر دې مهمه دا ده چې د یوه سیاسي حل لارې چارې ولټول شوي.دی وايي، د دوو دولتونو د جوړېدولو پلان ته خلک هیله من دی او دا توقع کیږي چې د سولې خبرې له سره پیل شي او یوه گټوره نتیجه یې راووځي.

خو بنجامن نتنیاهو چې ټاکل شوې ده چې د اسرائیلو د آینده حکومت صدراعظم وي، د دوو دولتونو د تشکیل له پلان سر مخالفت ښودلی دی.

خو ډاکتر الشنگیتي د منځني ختیځ د بحران سابقې ته په پام سره دغه مخالفت جدي نه بولي.

دی وايي، که د عربو او اسرائیلو تر منځ د سولې د خبرو سابقې ته وگورو حتی د اسرائیلو ځینو راسته محافظه کارو گوندونو هم د عربو سره د سولې خبرې کړي دي.

الشنگیتي وايي، حتمي نه ده چې اکثره دغه اسرائیلي حزبونه بیا همهغه څه وکړي او هغه نتیجه راووځي چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ژمنه کړې وي.

دی وايي، که امریکا او اروپايي هیوادونه منځگړيتوب وکړي، ددې امکان شته چې پرمختگ وشي او اسرائیل په خپل دریځ کې بدلون راولي او د سولې د خبرو ځینو منل شویو اساساتو ته غاړه کیږدي.

د اسرائیلو او سوریې تر منځ له هغه وخت نه جنجال روان دی چې په اتیایمه لسیزه کې اسرائیلو له سوریې څخه د بولان څوکه ونیوله.

واشنگټن د خبرو لپاره یو هیئت دمشق ته لیږلی او ددې تمه هم راپیدا شوې چې ممکن له اسرائیلو سره د سوریې پر جنجال بحث وشي. خو بنجامن ناتن یاهو ویلي، د بولان له څوکې څخه نه تیريږي.

له ډاکتر الشنگیتي نه پوښتنه وشوه چې، سوریې ته د امریکايي هیئت د تلو نتیجې ته څومره امیدواري موجوده ده؟

هغه وویل: "دا یو مهم گام دی. خو دا کار بای د یوه پراخ پلان له مخې وشي او د بحران له نورو غړو سره هم خبرې وشي. د اسرائیلو او سوریې د جنجال په اړه او د سولې په خبرو کې د اسرائیلو د رول په اړه د سوریې له مقاماتو سره مخامخ خبرې گټوري ثابتېدلای شي".

د ایران مذهبي مشر، آیت الله خامنايي تیره اونۍ په خپلو خبرو کې اسرائیل په سیمه کې د سرطان دانه وگڼله. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې نوي حکومت ویلي، که ایران زړه ښه کړي، ددغه ملک سره د خبرو امکان شته.

خو ایراني مقاماتو ویلي، د جمهور رئیس اوباما حکومت له دوی سره د معاملې په باب د پخواني جمهور رئیس بوش پر لاره روان دی. دا چې د منځني ختیځ په کشالې کې د ایران فعلي رول څومره مهم دی؟ ډاکتر الشنگیتي وویل:

"یقینا ایران اوس په سیمه کې د یوه مهم عنصر په توگه رابرسیره شوی دی. د امریکا فعلي حکومت تعهد کړی چې له ایران سره به خبرو ته کښیني. دا تمه کیږي چې له دې لارې له ایران سره مربوطې ځینې مسئلې حل شي".

الشنگیتي وايي، دا خبره اوس امریکا هم مني چې د منځني ختیځ په دغه روان بحران کې موږ ایران له پامه نشو غورځولای.

XS
SM
MD
LG