د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې ته د اوباما ممکنه سفر


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ترکیې ته د خپل سفر پر وخت ویلي دي چې کیدای شي جمهور رئیس اوباما په آینده میاشت کې دغه ملک ته سفر وکړي.

هیلري کلینټن نن په دې نیت د ترکیې له مشرانو سره وکتل چې د دواړو ملکونو اړیکې بهتره کړي او په منځني ختیځ کې د ثبات پر لارو چارو غور وکړي.

په هغې اعلامیې کې چې نن په انقره کې د میرمن کلینټن د او د ترکیې د صدراعظم رجب طیب اردغان د غونډې وروسته خپره شوه، ویل شوي چې دواړو مشرانو د منځني ختیځ، عراق، افغانستان او د تروریزم په خلاف د جگړې په باب خبرې کړي دي.

ترکیه چې هم له عربي ملکونو او هم اسرائیلو سره اړیکې لري، د منځني ختیځ د سولې په مسنله کې یو مهم اړخ گڼل کیږي.

د جمعې په ورځد ناټو په یوې غونډې کې میرمن کلینټن وویل، امریکا به کوښښ وکړي چې د اسرائیلو او فلسطین د سولې د خبرو لپاره په سیمه کې د نظریاتو اتفاق پیدا کړي.

توقع کیده چې کلینټن به له ترکیې څخه وغواړي چې په افغانستان کې خپل عسکر زیات کړي.

XS
SM
MD
LG