په امریکا کی د افغانستان سفیر سید طیب جواد وایي چی لویدیځ د اعتدال غوښتونکو طالبانو سره په کامیابۍ خبري کولای شی، مگر یواځي د زور او قوت ددریځ په درلودلو سره.
هغه د چهارشنبې په ورځ د جمهور رئیس براک اوباما ددې نظر هر کلی وکړ چی غواړي د یاغي طالبانو سره د امریکا په ستراتیژۍ باندی له سره غور وکړی.
سید جواد د امریکا د ماسا چوسیټس د ایالت د هارډورډ په پوهنتون کی وینا وکړه او ویې ویل چی افغانستان ته د امریکا د نورو قواو استول به په طالبانو باندی زیات فشار واچوي او هم به ددې موقع برابره کړی چی ډیر افغان عسکر وروزل سی.
جواد وویل چی د تندروو طالبانو سره خبري نه شی کیدای، مگر د هغو اعتدال غوښتونکو طالبانو سره چی د امریکا او ناتو د قواو د هوایي حملو یا د افغان حکومت د اجرااتو له کبله راضي او خوشحال نه دي، خبري کامیابۍ ته رسیدای شی.
د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن ددې هفتې په سر کی ویلي و چی په افغانستان کی د ثبات را وستو د پاره اوس ددې وخت را رسیدلی دی چی د اعتدال غوښتونکو طالبانو سره د خبرو امکانات برابر سی.