د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ایران نقش - د جنوبي آسیا د چارو د یوه کارپوهې نظر


د اقتصادي همکاریو د سازمان یا ایکو د سازمان د مشرانو غونډه پرون په تهران کې پای ته ورسیده.

جمهور رئیس حامد کرزي هم په دغه کنفرانس کې برخه لرله. په دغه غونډه کې د افغانستان په باب هم خبرې وشوې.

سالم مندوخیل په دې باب په واشنگټن کې د هریتیچ د تحقیقاتي موسسې د جنوبي آسیا د چارو له کارپوهې لیزا کرټیس سره مرکه کړې ده.

جمهور رئیس حامد کرزي پرون په تهران کې د ایکو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې له غړو ملکونو نه وغوښتل چې له افغانستان سره د مخدره موادو په خلاف د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

له دې مخکې، د افغانستان اونړیوالې ټولنې ځینو مقاماتو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د سیمییزې همکارئ پر زیاتېدو باندې ټینگار کړی و.

دلته په واشنگټن کې د جنوبي آسیا د چارو کارپوهه لیزا کرټیس چې د سیمې حالات څاري، د تهران غونډه یو بری گڼي.

"کرټیس وايي، د ایکو سازمان په ٩٠مه لسیزه کې د افغانستان په پرمختیا کې همکاري کړې ده. دا وايي، که څه هم د افغانستان په اړه دا وخت مقدم رول امریکا، ناټو او ملگري ملتونه لري خو وايي، د تهران غونډه به سیمییزه همکاري تقویه کړي. "

کرټیس وايي، په افغانستان کې د انرژئ د تولید او نورو اقتصادي برخو کې د ایکو او سارک په څیر سیمییزو سازمانونو همکاري په افغانستان کې د ثبات له راتلو سره مرسته کوي.

خو په مشخص ډول، په افغانستان کې د ایران د رول په اړه پوښتنې موجودي دی. ځینو رپوټونو وښودله چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي. د جنوبي آسیايي امریکايي کارپوهه لیزا کرټیس همدغو تورونو ته گوته نیسي او وايي:

"پهوروستیو څو کلونو کې د افغانستان په باب ایران عجیب و غریب رول درلود".

دا وايي، په ٢٠٠١م کال کې د بن له غونډې او بیا د افغانستان د نوي حکومت له تشکیل وروسته، ډیر خلک شاید له دې سره موافق وي چې ایران همکاري کړې ده. په لومړیو دوو کلونو کې په کابل کې د امریکا او ایران د سفیرانو تر منځ ملاقاتونه شوي وو.

خو په ٢٠٠٥، ٢٠٠٦ او وروستیو کلونو کې ولیدل شول چې ایران همکاري نه کوي. دوی د هغو طالبانو ملاتړ کوي چې له ایتلافي قواوو سره جنگیږي.دوی غواړي امریکا ته خپل زور ور ښکاره کړي. همدا څه په عراق کې هم لیدل شوي دي.

کرټیس وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې په آینده کې به ایران کوم ډول رول لوبوي. خو یوه خبره چې امریکا او ایران ورباندې توافق لري هغه د مخدره موادو مخنیوی دی ځکه چې د مخدره موادو قاچاق پخپله پر ایران هم اثر کړی دی او ددغه ملک اقتصاد ته یې لوی خطر پیښ کړی دی.

د لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې د امریکا حکومت د افغانستان په باب له ایران نه څه توقع لري؟

"امریکا په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په ځاله بدل شي. زما په خیال د امریکا نوي حکومت ځینې خطرونه قبول کړي او غواړي داسې لارې چارې ولټوي چې د افغانستان د ثبات په برخه کې د ایران همکاري جذب شي."

کرټیس وايي، د پخواني جمهور رئیس بوش حکومت ته تر ټولو مهمه وضوع په دې اړه د ایران د اتومي وسلو د پروگرامونو مخنیوی و. خو د اوباما حکومت غواړي د ایران په اړه د مسایلو توپیر وکړي او ورسره جلا جلا برخورد وکړي.

کرټیس وايي، تر اوسه لا ډیر وختی دی چې وویل شي، ددغه نوې پالیسئ به څه نتیجه راوځي.

د ایکو سازمان لومړی ايران، ترکيې او پاکستان جوړ کړ او یوازې همدا درې هیوادونو یې غړیتوب درلود. خو اوس یې لد غړو هیوادونو شمیر لسو ته رسیږي.

ددغه سازمان په پرونۍ غونډه کې د عراق او سوریې آستازو هم گډون درلود.

lisa curtis, iran pakistan, afghanistan, taliban, karzai, usa, dari news, pashto news, voa

XS
SM
MD
LG