د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټونه: افغانستان په باب د اوباما نوې ستراتیژي کار کولای شي


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چی د افغانستان په باب به د جمهوررئیس براک اوباما ستراتیژي په دې برخه کی کار وکړای سی چی یاغیان د طالبانو او د القاعدې نه بیل وساتي.

دغي ورځپاڼي دجمعې د ورځي په خپله گڼه کی لیکلي دي چی دا پیشنهاد د جمهوررئیس د هغه نوي پلان یوه برخه ده چی په سیمه کی د امریکا د زیاتو څیړنو نه وروسته جوړ شوی دی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چی د اوباما حکومت دغه راز غواړي چی پاکستان ته هم نظامي او مالي مرستي زیاتي کړي، که څه هم چی تر اوسه لا د حکومتي چارواکو تر منځ دا بحثونه روان دي چی څومره به یې زیاتي کړي.

ویل کیږي ښاغلی اوباما به د بلي هفتې په سر کی دخپلي ستراتیژۍ د څیړني نتیجې اعلان کړي.

په هغه مرکه کی چی د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز خپره کړې ښاغلي اوباما ویلي دي چی امریکا غواړي په افغانستان او پاکستان کی د اعتدال غوښتونکو طالبانو سره د روغي جوړي امکانات وڅیړي.

د اوباما حکومت وایي چی په دې باور لري چی اکثریت یاغیان به د مناسبو

تشویقونو له لاري په دې قانع شی چی خپلي وسلې پر ځمکه کښیږدي.

ویل کیږی ښاغلی اوباما به دغه پلان مخکي له دې چی د بهرنیو چارو وزیره ددې میاشتي په پای کی د افغانستان په باب په بین المللي غونډه کی برخه واخلي، اعلان کړی.

د امریکا نظامي او دیپلوماتیکي چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ د جمهوررئیس اوباما ددغي ستراتیژۍ په باره کی د امریکا مهمو سناتورانو ته معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG