د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د موټرو خرڅلاو وده کړې


له څو میاشتو سوړ بازار وروسته د ٢٠٠٩م کال پیل په هند کې د موټرو د خرڅلاو لپاره گټور ثابت شو. د ثور په میاشت کې په دغه ملک کې د موټروخرڅلاو ٢٢ فیصده لوړ شو. د موټرو د جوړولو نړیوالې کمپنۍ وايي؛ په دغه ملک کې د خپلو تولیداتو لا پراخولو ته پام کوي.

کتونکي وايي؛ د موټرو د خرڅلاو د زیاتېدو څو علتونه وو. لومړی دا چې ډیرو بانکو خلکو ته د پورونو د ورکولو چاره آسانه کړې او د سود اندازه یې راکمه کړې ده.

حکومت هم د خلکو مالیات راکم کړي دي. ډیر د موټر جوړولو کمپنیو د موټرو نوي ماډلونه معرفي کړي دي او حکومت د خپلو مامورینو د معاشونو د لوړولو اعلان کړی دی. له دې سره د خلکو عاید هم ښه شوی او د پیسو د بچت کولو زمینه ورته برابره شوې ده.

د هند ټولنې په نامه ددغه ملک د موټر جوړولو د شرکتونو د اتحادیې رئیس دلیپ چینای وايي چې د موټرو د خرڅلاو زیاتېدل به د ملک د موټر جوړولو صنعت بیرته تقویه کړي:

"هدف دا دی چې دغه جریان وساتل شي او دغه پالیسئ همداسې دوام ولري. دا چې مشتریانو ته په اسانه قرضې ورکړل شي او د سود اندازه د لسو فیصدو په شاووخوا وساتل شي. که دا کار وشي نو فکر نه کوم چې د موټرو د خرڅلاو بازار دې سوړ شي".

یوازې د هند د موټرو داخلي خرڅلاو نه دی زیات شوی بلکه د نړۍ په سطح په ډیروملکونو کې د کوچنیو او کم مصرفه موټرو تقاضا زیاته شوې ده. هند په نړۍ کې ډیر ارزانه موټر تولیدوي او په دې وختونو کې چې په نړۍ کې اقتصادي رکود روان دی، دغه ډول ارزانه موټر ډیر مشهور شوي دي.

د موټرو جوړولو ډیرو بین المللي کمپنیو ویلي، غواړي چې په هند کې نوې کارخانې جوړې کړي.

د فبروري په میاشت کې د مرسډیز بنز شرکت د هند د پیوني ښار ته نږدې یوه لویه کارخانه جوړه کړه.

د امریکا د جنر موټرز شرکت چې په ملک کې له سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ دی، وايي، پلان لري چې په هند کې د موټرو د اینجنونو د لومړنۍ کارخانې د جوړولو لپاره ٢٠٠ میلیون ډالره سرمایه گزاري وکړي.

د هند د ټاټا د موټرو شرکت خو له مخکې اعلان کړی دی چې د نینو په نامه داسې کوچني موټر جوړوي چې قیمت به یې دوه زره ډالر وي. دا په نړۍ کې تر ټولو ارزانه موټر دي. کتونکي تمه کوي چې له دې سره به د هند د موټرو بازار ډیر تقویه شي.

خو ځنیې اندیښنې موجودي دي. د تجارتي موټرو خرڅلاو نږدې ٥٠ فیصده راټیټ شوی دی. او اقتصادي تحلیلگران فکر کوي، تر څو چې روان اقتصادي رکود پای ته نه وي رسیدلی، دغه حالت به هم همداسې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG