د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د 'جنگي دښمن' کلمه لرې کوي


د اوباما حکومت وايي، د گوانتانامو په زاندان کې د بندیانو نه نور د جنگي دښمن نوم لرې کوي او د زندانونو لپاره به په خپلو اصولو کې نړیوال قوانین عملي کوي.

د عدلیې وزارت پرون وویل چې د گوانتانامو د زندانیانو لپاره به نور د جنگي دښمن کلمه نه استعمالیږي چې دا د پخواني جمهور رئیس جورج بوش پر وخت د وضع شویو د تروریزم خلاف پالیسیو کې لوی بدلون دی.

د تازه وضع شویو قواعدو له مخې یوازې هغه کسان به په زندان کې ساتل کیږي چې له القاعده او طالبانو سره یې اساسي مرسته کړې وي. ددغه بدلون سره سره، جمهور رئیس اوباما د پوځ دا حق پر ځای گڼي چې بندیان وساتي.

د گوانتانامو په زندان کې پر اکثرو بندیانو باندې رسمي جرم نه دی ثابت شوی او ډیرو ملکونو او د بشري حقوقو سازمانونو ورباندې انتقاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG