د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د قاضي افتخار د برحالئ هرکلی وشو


د پاکستان مخالف گوند دهغې کامېابی لمانځنه کوی چې حکومت په دې موافقه وکړه چې د ستری محکمی پخوانی قاضی افتخار چوهدری او نور قاضېان ددې لپاره برحال کړی چې روانی سېاسی شخړی بېرته کراری کړی.

د مخالف سېاسی گوند مشر نواز شرېف دهغه څه هرکلی وکړ چې ده ېوه تارېخی کارنامه وبلله. د مخالف گوند مشر نواز شرېف ووېل چې ددوی اوږدې مظاهری کامېابی وې . او پکار ده چې تاسی ېې ولمانځۍ.

هغه ووېل: "هغه له خپلو ملاتړو او پېروانو نه مننه وکړه هغه ووېل دهغه څه په باره کې چې تاسی کار کاوه. هغه ووېل چې که حکومت قاضی تردې مخکی برحآل کړې ونو داملک به په دې حال نه و."

نواز شرېف او نورو معتبرو وکېلانو دا مظاهره ددوشنبی د ورځی لپاره راغوښتی وه. مظاهره چېانو لوړه وکړه چې د حکومت امر به ونه منی او له پارلېمان نه به بهر خپلو مظاهر و ته دوام ورکړی. له دې سره سم دا اندېښنی پېدا شوی چې له پولېسو سره به اخ و ډب و ی او حکومت به بی ثباته کړی.

رپوټ واېې چې د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی خپله فېصله په تلوېزېون کې اعلان کړه. هغه ووېل چې ټول قاضېان د مشهور قاضی او د ستری محکمی رئېس افتخار چوهدری به د شنبی په ورځ باندی برحآل شی.

ښاغلی گېلانی حکم وکړ چې ټول قاضېان او هغه کسان دی خوشی شی چې د حکومت خلاف مظاهرو کې په دې نېژدی ورځو کې بندېان شوېدی. ښاغلی گېلانی نن ددوشنبی په ورځ سهارد وخته دا اعلان وکړ.

په داسی حال کې چې په زرگونو مظآهره چېانو ددې لپاره ځانونه چمتو کول چې پاېتخت اسلام اباد ته راشی.

ېوسف رضا گېلانی: "ده او جمهور رئېس فېصله کړېده چې قاضی افتخار محمد چوهدری او دستر ی محکمی نور پخوانی قاضېان بېرته برحال کړی. چوهدری ته به د مارچ په ٢١مه نېټه باندی هغه وخت سوگند ورکړل شی چې اوسنی قاضی استعفی وکړی."

صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی واېې چې حکومت به په هغو دوسېې باندې هم غور وکړی چې ستر محکمی پرې فېصله کړېده او پخوانی صدر اعظم نوازشرېف او دهغه ورور ېې له انتخاب شوو وظاېفو نه اېسار کړېدی.

هغه دا هم ووېل چې ټول مظاهره چېان به چې په دې نېژدی ورځو کې نېول شوېدی له توقېف نه خوشی کړیشی.

رپوټ واېې چې حکومت دغرب له ډېر شدېد فشار لاندی و چې د مخالف گوند مظاهری او مخالفت پاېته ورسوی. د مخالف گوند مظاهرو پاکستان د بشپړې گډوډۍ او هرج ومرج په درشل کې درولی دی.

iftikhar chaudhary, nawaz sharif, gilani, pakistan, protests, supreme court, justice chief, musharaf, pashto news, afghan news, voa

XS
SM
MD
LG