اروپايي اتحاد ژمنه کړې چې په افغانستان کې به زیات مسئولیت پر غاړه واخلي.
ددغه اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو نن د سه شنبې په ورځ په یوه مشترکې اعلامیې کې وویل چې که امنیت مساعد وي، دوی به په اسد کې د افغانستان انتخاباتو ته څارونکي ولیږلي.
د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له انتخاباتو سره د مالي مرستې ژمنه هم وشوه.
پر اروپايي اتحاد باندې امریکا فشار اچولی چې په افغانستان کې په پوځي برخه کې زیات مسئولیت پر غاړه واخلي.
په غونډه کې د اروپايي اتحاد هغه تعهد یوځل بیا یاد شو چې غواړي د افغانستان ملي پولیس وروزي.
دوی وویل، د پولیسو د روزنې د تقویه کولو لپاره پلانونه د عملي کېدو په حال کې دي.