د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مفتشین افغانستان او عراق کې قراردادونه څیړي


په عراق کې د پرمختیايي پروژو امریکايي مفتش وايي، په کار ده چې په دغه کې له تجربو څخه په افغانستان کې پند واخیستل شي.

دا څلورم کال دی چې سټارټ بوون د مفتشینو له یوې ډلې سره یو ځای په عراق کې د بیارغاونې په پروژو کې د ممکنه درغلیو او فساد د معلومولو په لټه کې دی.

دا تقریباً د ٣٠ مفتشینو یوه ډله ده چې وايي په عراق کې یې په عام المنفعه پروژو او په خاص ډول په پوځي قراردادونو کې د درغلیو قضیې په نښه کړي دي.

د متفشینو د ډلې مشر پرون په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې په عراق کې یې په دغو څلورو کلونو کې د بیارغاونېد ورکو شویو پیسو او درغلیو قضیې په دقیق ډول څارلي او دغه جریان او نتایج یې د یوه کتاب په شکل کې چاپ کړي دي.

ددغه کتاب نوم مهم درسونه ایښودل شوی او په عراق کې د متفشینو دغه ډله وايي چې په کار ده چې په عراق کې د تر لاسه شویو تجربو څخه په افغانستان کې گټه واخیستل شي.

ښاغلي بوون عراق ته خپل دوه ویشتم سفر کامیاب وابله او ویې ویل: "زما وروستی سفر تر ټولو گټور و. ما د عراق له مشرانو سره مهمې خبرې لرلې. ما صدراعظم المالکي ته هغه ١٣ میلیون ډالره د عراق د پرمختیا د پروژو پیسې ور وسپارلې ټې زما مفتشانو په تیرو دریو میاشتو کې پیدا کړي وې. زموږ تحقیقات ادامه لري چې د پرمختیايي پروژو ورکې پیسې پیدا کړو. ما تیره هفته ددغه شان نورو پروژو د تفتیش امر ورکړ. زه یقین لرم چې دا به ښه نتیجه ولري او موږ به وکولای شو د عراق د بیارغاونې او پرمختیا په لسگونو میلیونه ډالر پیدا او هغه ملک ته یې بیرته ورکړو".

سټارټ بوون وايي، په تیرو څلورو میاشتو کې د درغلیو او فساد د هغو قضیوشمیر له ٥٠ څخه تر ٨٠ رسیدلی چې د دوی مفتشین ورباندې کار کوي.

دی وايي، تر ٢٠ میلیارد ډالرو زیاتې پیسې داسې گېدلي چې په اړه یې شکونه موجود دي. ښاغلي بوون وویل، نږدې اته نیم میلیارد ډالره د پرمختیايي پروژو لپاره د عراق وزارتونو ته ورکړل شوي چې ریکارډ یې نه دی موجود او دا وخت په دې ارتباط تحقیقات ادامه لري.

ښاغلي بوون وویل، ددغو مشکلاتو څخه یې د امریکا پارلمان خبر کړی او ټاکل شوې ده چې په آینده څو ورځو کې په دې برخو کې د اصلاحاتو په باب خبرې وکړي. بوون وايي، د قراردادونو یوه نوي قانون ته ضرورت دی.

سټارټ بوون د پرمختیايي پروژو پر ښه تنظیم او ادارې ټینگار وکړ. هغه ځینې مثالونه ورکړل چې په عراق کې ډیرې پروژې د نیمگړي تنظیم له آمله په نیمه کې پاتې شوي او د عامو خلکو انتقادونه یې راپارولي دي.

بوون وویل تر ٢٠٠٧م کال پورې چې د عراق مسئله گرمه وه، د افغانستان په اړه تبصره نه کیدله. خو دی وايي، له هغه وروسته مشکل پیدا شو.

دی وايي: "د ٢٠٠٧م کال را وروسته د افغانستان مسئله هغه وخت په یوه مشکل بدله شوه چې د ملک امنیت خراب شو. دا چې ١٦زره نور عسکر هغه هیواد ته ځي نو ورسره نورې پیسې هم ځي. ددغو پیسو د لگولو څرنگوالی د امریکا د هدفونو په تر لاسه کولو کې ډیر مهم دی".

بوون وايي، هغه درس چې موږ په عراق کې حاصل کړی دی کیدای شي په دې برخه کې مرسته وکړي او د امریکا د خلکو د مالیاتو د پیسو د پر ځای لگېدلو سره مرسته وکړي.

ښاغلي بوون وویل، افغانستان ته هم دغه ډول متفتشین لیږل شوي او ددوی څیړنې به له پیسو د پر ځای لگېدلو له څارنې سره مرسته وکړي.

سټارټ بوون خبرداری ورکړ چې ٢٠٠٩م کال به د تفتیش کال وي.

له سټارټ بوون نه پوښتنه وشوه چې په افغانستان کې په خاص ډول په هغو قرار دادونو کې چې د امریکا د قواوو له خوا ورکو کیږي، د فساد د موجودیت په باب انتقادونه کیږي. انتقاد کوونکي وايي، د میلیونونو ډالرو دغه قراردادونه د ځینو مشخصو کړیو او کسانو په تجارت بدل شوی دی. آیا ددغو قراردادیانو د انتخابولو او د هغو د کارونو د نظارت لپاره څه پروگرام موجود دی؟

بوون وویل، د قراردادیانو انتخاب د امریکا د دفاع د وزارت مسئولیت دی. هغه همدارنگه وویل چې ددغو قراردادونو د نظارت مسئولیت هغو امریکايي مفتشینو ته سپارل شوی چې افغانستان ته لیږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG