د لاس رسي وړ اتصالات

صدر اعظم رد: استرالیا به په افغانستان کې د ثبات ټینگیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي


د استرالیا صدر اعظم کیوین رد نن سه شنبې وویل چې په افغانستان کې د نهو استرالیایي عسکرو وژنه به د مرکزي اسیا په دغه هیواد کې د ثبات راوړلو د هڅو د کمزورتیا سبب نه شي.

د استرالیا د دفاعي قواو د لوی درستیز په وینا د دوشنبې په ورځ په ارزگان ولایت کې د شاوخوا شلو طالبانو سره د افغان او استرالیایې عسکرو په گډه جگړه کې نهه استرالیایی عسکر ووژل شوو. د عسکرو نومونه لا ندي خپاره شوي.

صدر اعظم رد خپل پارلمان ته وویل چې حکومت به د نړیوال تروریزم خلاف او په افغانستان کې د ثبات ټینگیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

استرالیا په افغانستان شاوخوا زر سرتیري لري.

بل پلو، افغان چارواکي وایې پر امنیتي ځواکونو د وروستیو خونړیو بریدونو په ترڅ کې د هیواد په جنوب کې د یو کمین پر وخت څلور پولیس منصبداران ووژل شوو.

د کورنیو چارو وزارت وایې وروستې برید نن سه شنبې د قندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پر پولیسو شوی دی.

وزارت وایې پولیسو هم په نیمروز ولایت کې د جگړې پرمهال دوه مخالف جنگیالي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG