د لاس رسي وړ اتصالات

د زبرزنا ښکار پاکستانۍ میرمن واده شوه


په پاکستان کې هغې ښځې واده وکړ چې د ډلییز جنسي تجاوز ښکار شوې وه او هغه وخت د ښځو د حقوقو په یوه نړیوال سمبول بدله شوه چې محکمې د هغې حیثیت اعاده کړ.

د مختار مايي آرمان د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پوره شو چې د پولیسو له افسر ناصر عباس گبول سره یې واده وکړ. اووه کاله مخکې، د مختار مايي له مشهورېدلو وروسته د پولیسو دغه افسر ته د هغې د امنیت د ساتلو دنده ورسپارل شوې وه.

مختار مايي په ٢٠٠٢م کال کې پر هغې باندې د تجاوز له کېدو وروسته د محلي دودونو خلاف محکمې ته د تجاوز کوونکو په خلاف عریضه وکړه.

یوې محلي شورا پر مختار مايي باندې د جنسي تیري امر ددې لپاره کړی و چې د هغې پر ورور باندې د لگېدلو الزاماتو کسات واخیستل شي.

په پاکستان کې د جنسي تجاوز ښکار شویو ښځو ته معمولاً په بده سترگه کتل کیږي او اکثره وخت دغه ښځې محکمې ته د عریضې لپاره زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG