د لاس رسي وړ اتصالات

گورباچف: امریکا باید روسیه را ونه پاروي


دشوروی اتحاد وروستی جمهوررئیس میخائل گورباچف وائې، امریکا ته پکارده چې دروسې سره له صبرنه کارواخلی چې دی ئې دیوې مخ په ودی ډیموکراسۍ په حیث گڼی .

ښاغلې گورباچف جمعی په ورځ دامریکا دانکشافی بانک په کنفرانس کې هغه پرمختگونه منعکس کړل چې دپخوانی شوروی اتحاد دړنگیدو سبب شول او هغه څه ئې منځ ته راوړل چې روسېه ورسره اوس مخامخ ده . دشوروی پخوانی جمهوررئیس میخائل گورباچف داوباما په حکومت کې دروسېې او امریکا ترمنځ دنوو روابطو دپیل کیدو لپاره یو چانس او فرصبت وینی : دی وائې، زه هیله لرم چې امریکا بدلون غواړی.

ښاغلې گورباچف په واشنگټن ډی.ثی. کې دامریکا دکاروبار دشورا په غونډه کې دخبرو په ترڅ کې ئې تیروخت منعکس کړ، په ننی جهان کې ئې دروسېې دنقش ملاتړکاوه او هیله لری چې ښائې داوباما دحکومت په وخت کې دامریکا او روسې ترمنځ روابط ښه شي.

دشوروی اتحاد وروستی جمهوررئیس وویل، دشوروی اتحاد دټوټه ټوټه کیدو یوعلت دنولسوه اتیا په لسیزه کې دتیلو دقیمتونو را ټیټیدل وو په داسی حال کې چې دصدراعظم ولادیمیر پوتین سره بخت یاری وکړه چې په داسی وخت کې قدرت ته ورسید چې په هغه وخت دتیلوقیمتونه بیرته لوړ شول .

هغه وویل، په داسی حال چې هیله ئې لرله چې شوروی اتحاد پاتی شوی وی او دنولسوه اتیا په لسیزه کې دپرمختگ او ډیموکراسۍ لپاره دهغه پلانونوته زیات وخت ورنکړل شو چې کامیاب شوی وی، په اخری کې هغه څه پیښ شول چې پیښیدل.

ښاغلې گورباچف دروسېې دتیری کونکی خارجی پالیسی نه دفاع وکړه . هغه وویل، دا تراوسه مخ په ودی ډیموکراسۍ ده او دروسانو، اوکرائنیانو او گرجستانیانو ترمنځ قوی تاریخی او قومی روابط شته.

ښاغلې گورباچف له امریکانه وغوښتل چې دروسېې سره له صبرنه کارواخلی او په ناټوکې دشوروی دپخوانیو جمهوریتو نو اوکرائن او گرجستان په شاملیدو سره روسېه مه پاروه.

ښاغلې گورباچف وویل، ترزیاتی اندازی پوری امریکا دبین المللی مالی ستونزی مسؤله ده . هغه وویل، دغه مالی ستونزی په روسېه زیاته اغیزه وکړه ځکه چې دغه هیواد خپله دانرژی گټه دفابریکو په عصری کولو او متنوع کولو باندی نه وه لگولی.

مگر په هغه باندی تراوسه پوری جمهوررئیس اوباما تاثیر کړیدی اووائې، په اتمی بی وسلی کولو، دنړۍ دانرژی درسولو په ثابت ساتلو او دتروریزم په مخنیوی کې دامریکا او روسېې په گډه کارکول نړۍ محفوظه کولای شی.

XS
SM
MD
LG