د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران مذهبي مشر د اوباما پیغام بابېزه وگاڼه


د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنايي د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما هغه پیغام بابېزه وگاڼه چې د دواړو ملکونو تر منځ یې د یوه نوي باب د پرانیستلو لپاره ورکړی و.

خامنايي نن د مشهد په ښار کې خبرې کولې، وویل چې امریکا د بدلون شعارونه استعمالوي خو د ایران په باب د هغوی په تگلاره کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.

هغه همدارنگه وویل چې د نوروز په مناسبت دا ایرانیانو ته د جمهور رئیس اوباما څه ډول د مبارکئ پیغام دی چې په عیني وخت کې یې پر دوی باندې یې د تروریستانو د ملاتړ د کولو او د اتومي وسلو د جوړولو د هلو ځلو کولو تور هم لگولی دی.

جمهور رئیس اوباما پرون د ایران ولس ته په خپل یوه پیغام کې وویل چې دده حکومت پر داسې یوې ډیپلوماسئ عمل کوي چې د امریکا او ایران تر منځ اختلافات ختم کړي.

تر دې وړاندې د ایران یوه بل عالي رتبه مشر د جمهور رئیس اوباما ددې خبرې ملاتړ کړی و چې یوازې یوه بل ته په اخطارونو ورکولو د دواړو ملکونو تر منځ اړیکې نشي ښه کېدلای.

XS
SM
MD
LG