د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغان پولیسو د ډیر زیاتولو پلان لري


د امریکا ځانگړي آستازي هغه رپوټونه تائید کړي دي چې وايي، امریکا پلان لري، د افغانستان سره ددغه ملک د پولیسو د پراختیا په پروگرام کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي آستازي، ریچارډ هالبروک نن په برسلز کې د امنیت په اړه یوه کنفرانس ته وویل چې امریکا د افغانستان د پولیسو په تعداد کې د پام وړ زیاتولي پلان لري.

هالبروک د افغانستان اوسنۍ قواوې د ملک د امنیت کمزورې نقطه وبللې او د امریکا له متحدو ملکونو نه یې وغوښتل چې ددغو قواوو د کیفیت، روزنې او تعداد په زیاتولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، په آینده څلورو کلونو کې هغه پلان ناکافي دی چې له مخې یې د پولیسو شمیر له ٧٨ زرو څخه ٨٢ زرو ته رسیږي.

د پنجشنبې په ورځ د نیو یارک ټایمز په ورځپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغانستان لپاره د جمهور رئیس اوباما په نوې ستراتیژئ کې یو هدف دا دی چې د افغانستان امنیتي قواوو شمیر ۴٠٠ زرو ته ورسول شي.

هالبروک وویل چې دغه یاد شوی تعداد د خلکو د تبصرو په استناد ویل شوی او تر اوسه جمهور رئیس اوباما د نهايي تعداد په اړه پریکړه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG