پرون د شنبې په روځ د جنگ په ضد په سلهاو مظاهره چیان د امریکا د گوټ گوټ نه په پایتخت واشنگتن دي سي کی را غونډ شوی و، تر څو عراق ته د امریکا د پوځي مداخلی شپږمې کلیزې پر مهال ددې عمل غندنه وکړي.
د انسر یا ځواب د اییتلاف په نوم د موسسې منتظمینو وویل دا مظاهره د شاو خوا زرو ډلو له خوا ترتیب شوی ده چې پکې په عراق کی د جنگ د ختمیدو غږ کوي.
مظاهره کونکو غوښتنه کوله چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما دی سمدستي ټول امریکایی عسکر د عراق نه وباسي.
دوی ویل پدې جگړې کی شا و خوا یو ملسون عراقیان وژل شوی او په زرها و امریکایی عسکرو هم ځانونه له لاسه ورکړي.