د لاس رسي وړ اتصالات

چوهدری په رسمی توگه په خپل کار پیل وکړ


د پاکستان قاضی القضات چی د برطرفی وروسته یی دا دوه کاله په ملک کی غوغا گډه شوی وه په رسمی توگه په خپل کار پیل وکړ.

دغه آزاد خیاله قاضی له هغه وروسته چی په کال ٢٠٠٧ کی د هغه وخت د جمهور ریس پرویز مشرف له خوا له هغه وروسته برطرفه شو چی د جمهور ریس په حیث یی د هغه د واکداری پرخلاف دوسیه پرمخ بیوله.

د چودری د برطرفه کیدو وروسته په ملک کی ډیری مظاهری وشوی چیتیر کال یی پرویز مشرف استعفی ته مجبوره کړ.

د آصف علی زرداری پرخلاف هم ډیری نوی مظاهری لههغه وروسته وشوی چی د چودری د بیرته مقرولو کار یی وځنډاوه.

د پاکستان حکومت د دی لپاره چی د مخالف گوند سره مخالفت پای ته ورسوی، تیره اونی یی د مظاهره کونکو په غوښتنه چودری بیرته مقرر کړ.

صدراعظم یوسف رضا گیلانی د یکشنبی په ورځ لاهور ته ولاړ چی د نواز شریف سره د سیاسی روغی جوړی لپاره خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG