د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په افغانستان کی د پوځي اړخ ترڅنگ، نوری لارې چاری


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وایی امریکا ته په کار ده چی باید په افغانستان کی د جنگ نه دوتلو یوه ستراتیژي ولري.

هغه پرون د سي بي اس امریکایی خبري شبکې سره د مرکې په ترڅ کی وویل چې واشنگتن باید د پوځي اړخ ترڅنگ په افغانستان کی د تاوتریخوالی د ختمولو په مقصد نوری لارې چاری هم په نظر کې ونیسي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه نوی ستراتیژي د غور او بررسۍ نه وروسته اعلان شي.

بل پلو، ناتو وایی عسکرو یی د افغانستان په جنوبی سیمه کې د طالبانو د یوه قوماندان په گډون لس تنه سخت دریځي وژلي دی.

دغو نړیوالو ځواکونو نن یوه اعلامیه هم خپره کړی چپ پکې ویل شوی مولوي حسن په هلمن دکی د پوځي عملیاتو په ترڅ کی د شنبې په شپه ووژل شو.

ددې ترڅنگ په کندهار کی د پولیسو پر یوی پوستی هم نوی برید شوی.

XS
SM
MD
LG