د لاس رسي وړ اتصالات

زرداری له برتانېې او امرېکا نه د ترهگری جگړه کې مرسته غواړی


د پاکستان جمهور رئېس له برتانېې او امرېکا نه د ترهگریجگړه کې مرسته غواړی

د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری د برتانېې او امرېکا پر حکومتونو غږ کړېدی چې دده له حکومت سره دترهگری او اسلامی افراطېت خلاف جگړه کې مرسته وکړي.

آصف علی زرداری د برتانېې د سکای نېوز په نامه تلوېزېون سره په مرکه کې ووېل چې دی به هېڅکله افراطېانو تهدا اجازه ورنکړی چې د پاکستان کومه برخه ونېسی.

د امرېکا چارواکی واېې چې په شمال غربی پاکستان کې د سولی تړون اوس عملی شوېدی او په نتېجه کې ېې افراطېان په علاقه کې کنترول لری.

خو ښاغلی زرداری داخبری با بېزه وگڼلی او وې وېل چې داد د مطبوعاتو له حده زېاته خپرونی دی چې دا تصور ېې منځته راوړی دی.

رپوټ واېې چې جمهور رئېس زرداری ونه وېل چې دی له برتانېې اوامرېکا نه کوم ډول مرسته غواړی. خو د سکای نېوز تلوېزېون په خپله وېب پاڼه کې واېې چې موږ ته ېوډالر هم ندی رارسېدلی؛ موږ هغه وساېل هم نلرو چې جگړه پرې وکړو.

پاکستان اوس د سیاسي کړکیچ د له منځه وړلو په لور خوځیږي.

د پاکستان جمهور رئیس د دوشنبې په ورځ په وینا کې د سیاسي پخلاینی دا پروسه د زخمونو او ټپونو رغښت او شفا وبلله.

هغه د ټولو پاکستانیانو نه غوښتنه وکړه چې د صبر او زغم روحیه دې غښتلې کړي.

د رخصتی د ورځی دا پیغام پداسی وخت کی خپور شو چی پاکستان په هند او دې هیواد کی دمسلمانانو په لاس د هند نه د جلا کیدو د نهضت د پیل نهه شپیتمه کلیزه نمانځله.

همدا شان، پرون د پاکستان صدر اعظم او د مخالف گوند مشر په لاهور کی د یوه کنفرانس په ترڅ کی ژمنه وکړه چې په هغه هیواد کې به د سیاسي کړکیچ او تاوتریخوالی د کمولو په مقصد همکاري وکړي.

دوی وایي د همدي سیاسي کړکیچ له امله اندیښنې د تیرریزم، طالبانو او القاعده سره د مبارزې په لاره کې خنډ گرځي.

صدر اعظم یوسف رضآ گیلاني د مخالف گوند مشر نواز شریف سره د یوه گډ خبری کنفرانس په ترڅ کی زیاته کړه چې مونږه کوښښ کوو چې هغه خپل منځي سوء تفاهم چې د وخت په تیریدو را منځ ته شوی، لرې کړو.

د نظر دا توافق پداسې وخت کی اعلان شو چې د پاکستان قاضي القضات پرون بیرته دنده پیل کړه.

XS
SM
MD
LG