د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکا د وتلو ستراتیژي وستایله


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما هغه بیان ستایلی دی چې ویلي دي، امریکا پر داسې یوه جامع پلان باندې کار کوي چې په هغه کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ستراتیژي هم شامله ده.

د اوباما حکومت د افغانستان لپاره پر داسې یوې نوي ستراتیژئ باندې کار کوي چې په دغه ملک کې د زیاتېدونکي تشدد مخه ونیول شي او د ملک کمزوری مرکزي حکومت تقویه شي.

په دغه پلان کې چې تمه کیږي، په روانه اونۍ کې به اعلان شي رپوټونه وايي چې پر ډیپلوماسۍ، پرمختیايي چارو او د زیاتېدونکي بې قانونیو د مخنیوي لپاره د زیاتو امریکايي قواوو پر لیږلو ټینگار شوی دی.

د یکشنبې په ورځ، جمهور رئیس اوباما د امریکا له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې پدې کې باید له افغانستان نه د خارجي قواوو د وتلو ستراتیژي هم شامله وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سلطان احمد بهین وايي، د افغانستان حکومت د جمهور رئیس اوباما دغه څرگندونې مثبتې گڼي.

"هغه یوه هراړخیزه ستراتیژي لري چې د تروریزم په خلاف جگړه، د افغانستان پرمختیا او همدارنگه د ښې حکومتدارئ جوړول پکې شامل دي".

د افغانستان حکومت دا وخت د خپلو امنیتي قواوو د روزنې او ډیرو نورو چارو لپاره پر نړیوالو قواوو او بهرنیو مرستندویانو باندې تکیه لري.

خو د بهرنیو قواوو د هغو عملیاتو او بمباریو له کبله چې ملکي خلک په کې وژل کیږي، د دواړو خواوو تر منځ اړیکې خرابې شوي دي. جمهور رئیس کرزی وايي، هم موضوع د خارجي قواوو سره د اختلاف اصلي علت دی.

وروستۍ دغه ډول جنجالي پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې امریکايي قواوو د افغانستان په شمال کې پنځه جگړه ماران ووژل. د سیمې محلي چارواکي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وژل شوي کسان ملکيان گڼي.

سلطان احمد بهین وايي، د افغان مقامات غواړي د افغانستان خپلې قواوې وروزل شي او خارجي قواوې پرته له دې چې د امنیت په باب اندېښنه وښيي، ووځي.

"موږ باور لرو چې که افغانستان په خپلو پښو ودریږي نو بیا خارجي قواوو ته هیڅ ضرورت نشته".

اوباما حکومت تر اوسه د افغانستان د امنیتي قواوو لپاره د کوم معین شمیر عسکرو د روزنې شمیر نه دی یاد کړی خو داسې تمه کیږي چې جمهور رئیس به د افغان قواوو د شمیر زیاتول وغواړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د پولیسو شمیر ناکافي دی او پولیسو کې فساد ډیر زیات شوی دی.

افغانستان دا وخت ٧٨ زره پولیس لري، او ښاغلي هالبروک دا د افغانستان په امنیتي کړۍ کې تر ټولو کمزورې نقطه وبلله.

له بلې خوا، د ناټو قواوو نن وویل چې د هلمند په ولایت کې یې د تندروانو یو قومندان له نهو تنو سره وژلی دی.

د ناټو په یوې بیانیه کې راغلي چې مولوي حسن یې د شنبې په ورځ د هغه پر مرکز باندې په حملې کې وژلی دی.

په بیانیه کې راغلي چې مولوي حسن د طالبانو د بل عالي رتبه مشر ملا رحمت الله تر قوماندې لاندې کار کاوه چې د طالبانو فعالیت د افغانستان له بهر څخه اداره کوي.

XS
SM
MD
LG