د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو او روسېه د افغانستان په باب همکاری کولای شې؟


د شمالی اتلانتیک دټرون دغړو هیوادونودبهرنیو چارو وزیرانو پدی وروستیو وختو کې ومنله چې دروسېی سره روابط بیرته پیل کړی.

دغه روابط د تیر اگست په میاشت کېپه گرجستان باندی د مسکو د پنځه ورځنی جنگ په نتیجه کې ځنډول شوی وو.

دامریکا غږ خبریال (اندری ده نسنیرا ) پخپل رپوټ کې دافغانستان په باره کې دناټو اوروسېې دهمکاری په امکاناتو باندی رڼا اچولی ده چې ستاسی پام ورته را اړوو.

ناټو ددوه زره دریم کال نه راپدی خوا په افغانستان عملیات کوی. دغه اتحاد اوس په افغانستان د ملگرو ملتونو د صلاحیت له مخې څه د پاسه شپیته زره عسکر لری چې د بین المللی امنیت دمرستې قوا ورته هم ویل کیږی.

دا ددغه اتحاد لومړی ماموریت دی چې د اروپا اتلانتیک له سیمی نه بهر ئې سرته رسوی.

امریکا په افغانستان کې اته دیرش زره عسکر لری چې ځینی ئې د ناټو تر بیرغ لاندی وظیفه سرته رسوی.

د کلنټن د حکومت په وخت کې په ناټو کې د امریکا سفیر رابرټ هنټر وائې، روسېې د مناس په چارو کې مرسته نه کوله.

ښاغلئ هنټر وائې: "روسېې لا پخوا ېوڅه تاوان رسولی دی چې قرغزستان ئې دی ته راوسته چې په مناس کې هوائې میدان وتړی. امریکا د دغه میدانله لاری افغانستان ته اکمالات کول. په عینی وخت کې روسېې وویل، له خپل هیواد نه دداسی موادو او تجهیزاتو تیرولو ته اجازه ورکوی چې په جنگ کې ورنه کار وانه خستیلای شی."

د کولمبیا دپوهنتون استاد رابرټ لیگ اولډ وائې، روسان د افغانستان په باب دوه زړه دی.

ښاغلئ لیگ اولډ وائې: "دوی په څرگنده توگه دناټو او په مرکزی آسیا کې دامریکا دحضورسره خوشحاله ندی. مگر دوی په واقعی توگه دافغانستان د ناکامی په باره کې اندیښنه لری چې نه غواړی طالبان بیا قدرت ته ورسیږی او په مرکزی آسیا کې بی ثباتی پیدا کړی چې دا ددوی جنوبی جبه ده.

ځکه نو موږ گورو چې دوی په اوږده موده کې چیری ځی. مگر په اوس وخت کې دومره مرسته نه کوی چې باید کړی وای، حتئ که په ښه سترگه ورته وکتل هم شی."

د ناټو عمومی منشی یاپ ده هوپ شیفر دمارچ په پنځمه نیټه په بروکسل کې د بهرنیو وزیرانو د غونډی نه وروسته د خبریالانو د خبرو په ترڅ کې کو ښښ کاوه چې دغې مرستی ته ښه رنگ ورکړی.

هغه په خاصه توگه د افغانستان په باره کې د ناټو او روسېې ترمنځ د همکاری په باب خبری وکړی چې په خاصه توگه د مناس دهوائې میدان په ځای داکمالاتو بله لاره پیدا کوی.

ښاغلئ شیفر وائې:"روسېې علاقه ښودلې ده او زه فکر کوم چې موږ باید پدی باره کې خوشحاله شوو چې په اصطلاح دشمالی لاری په باب دناټو سره په گډه کارکوی. او لکه چې تاسی پوهیږی،له پخوا نه موږ د مرکزی آسیا دملکونو سره خبری کوو چې ددغې شمالی لاری امکانات برابرکړو. زه فکرکوم چې دافغانستان په باره کې ناټو او روسېه ښه کارکولای شی."

مگر د پرنسټن دپوهنتون استاد جیسن لییال دا سوال کوی چې ایا روسېه به دافغانستان په باره کې دناټو یا امریکا سره همکاری وکړی یانه.

ښاغلئ لییال وائې: "په اوس وخت کې ئې ځواب منفی دی. واقعآروسېه پوره امتیازات نلری چې دامریکا سره ددغې خاصی موضوع په باب مرسته وکړی. ځکه نو زه به حیران شم چې کهروسېه ددغې خاصی موضوع په باره کې مرسته وکړی.

او زه واقعآ له دوی نه توقع لرم چې کوښښ کوی څومره چې ممکن وی هاغومره دامریکا لپاره دغې سیمی ته دعسکرو او تجهیزاتوپه لیږدولوکې مشکل پیدا کړی."

ښاغلې لییال پدی عقیده دی چې کله چې په افغانستان کې د امریکا یا ناټو د کوښښونو په باره کې خبری کیږی، مسکوپه هغې کې صادق ندی او چل کوی.

ښاغلئ لییال وائې: "په اوس وخت کې په مرسته باندی دغه ټول بندیزونه لگیدلی دی . روسان وائې، دوی به دغیر نظامی شیانو په برخه کې مرسته وکړی چې دا څرگنده نده چې دا څه شی دی."

او څرگنده خبره دهچې روسېه دافغانستان سره ځمکنی سرحد نلری او له هوائې لاری نه دغه اکمالات باید وشی. او دا کار دامریکالپاره ډیر مشکل دی چې پدی باره کې عملیات وکړی.

داپه هغو مرستو او سامان باندی بندیزونه لگوی چې غواړی افغانستان ته ئې راوړی. ځکه نو دا تراوسه نده معلو مه چې روسېه کومه لوبه کوی. له یوی خوا نه ئې دمناس هوائې میدان بندوی او له بلی خوا نه داسی ځان بریښوی چې دوی پدی کارکې لاس نلری.

څارونکی وائې، روسېه په افغانستان کې دناټوسره مرسته کوی یا نه، ددغه هیواد حالات به دناټو دمشرانو د شپیتمې کلیزی په راتلونکی عالی غونډه کې اصلی موضوع وی.

XS
SM
MD
LG