د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په چاودنه کې نهه کسان ووژل شول


د افغانستان حکومتی مقامات واېې چه نن د خوست په ولاېت کې د سړک په غاړه په ېوه وېن موټر کی بم خلاص شو، چه تقرېبا نهه کسان ېې ووژل او اوه کسان ېې زخمېان کړل.

دغه چاودنه چه د سبری په اولسوالئ کی وشوه، حکومت ېې ملامتېا د طالبانو په غاړه غورځوی.

د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواوې لگېا دی په افغانستان کی د کال ېو د پاسه دو زره مېلادی نه راپدی دوسله وال پاڅون د زپلو لپاره جنگېږی، خو فعلا په افغانستان کی تشدد څو چنده زېات شوی دی.

په عېن وخت کې نن څو تنو امرېکاېې مامورېنو چه دخپلو نومونو د اخېستلو نه ېې ډډه وکړه ووېل چه توقع لری جمهور رېس براک اوباما به د جمعی په ورځ د افغانستان د جنگ په باب د خپل حکومت نوی پالېسی ځېنی عمده او مهمی برخی اعلان کړی.

جمهور رېس اوباما واېې باور لری چه د افغانستان جنگ ېوځی په پوځی قوت او زور څوک گټلی نه شی.

دا توقع هم کېږی چه ښاغلی اوباما به په خپله نوی استراتېژئ کی د افغانستان د امنېتی قواو د تعداد زېاتول شامل کړی او هم به زېاتی پېسی د افغانستان په ابادئ باندی ولگوی٣ او ممکن چه دځېنو وسله والو اسلامی ډلو سره خبری کول به هم د هغه ددې نوی پالېسئ ېوه برخه وی.

د اوباما حکومت واېې که په مناسب ډول ورسره مرسته وشی نو ډېر وسله وال چرېکان به قانع شی او خپلی وسلی به په زمکه باندی کېږدی.

ټاکل شوی ده چه جمهور رېس اوباما به د افغانستان د جنگ په باب بله مېاشت په المان او فرانسه کی د مشرانو د غونډی په دوران کی خبری اتری وکړی.

د ناتو ېوه لوړ رتبه قوماندان امرېکاېې جنرال جان کراډک د سه شنبی په ورځ د امرېکا د کانگرس په ېوه استماعېه غونډه کی په افغانستان کی د متحدېنو په موجوده پوځی استرتېژئ په ځېنو برخو باندی انتقاد وکړ.

جنرال کراډک ووېل چه دناتو غړو ملکونو تر اوسه پوری نه په کافی اندازه محاربوی عسکر افغانستان ته لېږلی دی او نه ېې دپوځ درزونی لپاره خاص څه کړی دی.

دغه امرېکاېې جنرال ووېل چه دناتو غړو هېواودنو هغه پېسی هم تراوسه پوری په پوره ډول نه د یورکړی چه د افغانستان دامنېتی قواو دپېاوړی کولو په منظور ېې وعده کړی وه.

XS
SM
MD
LG