د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د افغانستان په اړه خپله نوئ ستراتیژي د جمعی په ورځ اعلان کړي


امریکایي چارواکي وایې هیله کیږي چې جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان په اړه خپله نوئ ستراتیژي د جمعی په ورځ اعلان کړي.

چارواکو د نوی ستراتیژۍ په هکله د زیاتو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه کومه چې به په افغانستان کې د وسله والو یاغیانو په وړاندې نوی تگلارې رامنځ ته کړي.

جمهور رئیس براک اوباما د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا او متحدینو لپاره یې دا ډیره مهمه ده چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت لپاره ودریږي.

اوباما وویل افغانستان د امریکا لپاره ځکه مهم دی چې غواړي پدې مطمئنه شی چې القاعده شبکه د هغه ځایه پر امریکا د امریکا پر گټو او متحدینو بریدونه ونه کړي.

هغه دا هم وویل چې واشنگټن باید د افغانستان نه د وتلو پلان هم ولري.

XS
SM
MD
LG