د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف 'هیله لري چې مشران سره متحد شي'


د پاکستان یو سیاسي مخالفه مشر د سه شنبې په وویل چې د هغه هیواد د دیموکراسۍ په لاره حرکت پیل کړې او هیله لري چې مشران سره متحد شي او د هغو ستونزو سره مقابله وکړي چې پاکستان ورسره مخ دی.

نواز شریف دا خبرې د بریتانوي تلویزونی چینل سکای نیوز سره یوه ورځ وروسته له هغی وکړې چې جمهور رئیس اصف علي زرداري د ملي ورځی په ویاړ په خپل پیغام کې د ټولو ډلو غوښتي و چې اختلافات یوی خوا پریږدي.

شریف په تیره اونۍ کې د هیواد د قاضي القضات د بیرته بحاله کیدو ستاینه وکړه او وی ویل چې دا ټولې هڅې د پاکستان د اولس له لورې شوي دي.

زرداري سره دا ویره وه چې گوا کې قاضیان به د نوموړي د میرمنې او پخوانۍ صدر اعظمې بی نظیر بوټو د وخت هغه دوسیې را وسپړي چې پر زرداري د درغلیو تورونه لگول شوي.

---------

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د چارشنبی په ورځ د مارچ په ٢٥مه ، لېکی چې د پاکستان د مخالف گوند مشر نواز شرېف په دا اوس وخت کې په پاکستان کې ترټولو مشهور او محبوب سېاستمدار گڼل کېږی.

دا ځکه چې هغه په کور کې د نظربندی پروان ونکړه او دمظآهره چېانو مشری ېې په دې خاطر وکړه چې دهېواد د ستری محکمی قاضی بېرته برحآل شی.

نېوېارک ټاېمز لېکی اوس چې د اوباما اداره د دې سېمی په برخه کې د امرېکا د پالېسی په کتنه بوخته ده، د نواز شرېف محبوبېت او شهرت ېوه عاجله پوښتنه منځته راوړېده: اېا ٥٩ کلن نواز شرېف چې ددېموکراتېکو اصولو طرفدار او له اسلامی گوندونو سره نېژدی اړېکی لری، داعتبار وړ انډېوال اوشرېکباڼی کېدلی شی؟

اېا هغه به له خپل شهرت نه داکار واخلی د پوځ له خوانه دېاغېانو خلاف او د طالبانو او القاعده خلاف وقفه ېې جگړه نوره هم پسی کمزوری کړی.

نوازشرېف چې پخوا صدر اعظم ېوځل ېې داسلامی قانون د نفاذ لپاره فشار واچاوه، داټومی بم ازموېنه ېې وکړه او دخپلو مخالفېنو له خوانه په دې تورن و چې د ١٩٩٠ په لسېزه کې ېې غېردېموکراتېک اعمال سرته رسول.

دهغه تېر سېاسی ژوند په واشنگټن کې بې اعتمادی را پېدا کړېده، او دا اندېښته شته چې ښاغلی شرېف محافظه کارو اسلامی ډلو ته ډېر نېژدی دی او له طالبانو سره خواخوږی لری، په فلهذا د ېاغېانو خلاف جگړه نشی کولی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی شرېف اوس ډېر پوخ اومجرب سېاستمداردی داتوکلونو له جلاوطنی نه وروسته چې په سعودی عربستان اولندن کې ېې وگالله اوس ډېر هوښېار او ځېرک شوېدی.

دهغه ملاتړ او پلوېان واېې چې دې دېته لېوال دی چې له واشنگټن سره په ېوه عملی اقدام باندی چې د پاکستان د باثباته کولو لپاره وی خپل مهر ولگوی.

نېوېارک ټاېمز په پای کې لېکی چې نواز شرېف له ځان نه داسی سېاسی مشر جوړ کړېدی چې واشنگټن ېې نور له نظره نشی غورځولی.

XS
SM
MD
LG