د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: 'له طالبانو سره ISI مرسته کوي'


ېو چاپی رپوټ واېې چې په افغانستان کې د طالبانو بغاوت ددی لپاره پراخه سوېدی چې د پاکستان د نظآمی استخباراتو د ېو شمېر غړېو له خوا نه ورسره په مستقېمه توگه مرسته کېږی.

د نېوېارک ټاېمز خپرونه نن د پنجشنبی په رپوټ کې د امرېکا د ېوه چارواکی له قوله چې خپل نوم نه څرگندوی لېکی چې که څه هم د پاکستان حکومت څو څو ځلې وعدی وکړلی چې په افغانستان کې به له افراطی ډلو سره خپلې اړېکی قطع کړی، خو دا کار سره له دې هم پېښېږی.

د نېوېارک ټاېمز په مقاله کې لېکل شوېدی چې ددې شواهد شته دی چې د پاکستان د استخباراتو غړي په منظم ډول د طا لبانو له قوماندانانو سره ملاقات کوی او په دې باندی بحث کوی چې له انتخاباتو نه مخکی په افغانستان کې مرگ ژوبله زېاته شی.

په افغانستان کې انتخاباتو د داېرولو لپاره د اگست شلمه نېټه ټاکل شوېده.

دغه ورځپاڼْه لېکی چې د امرېکا چارواکی واېې چې د پاکستان د استخباراتو او طالبانو ترمنځ د اړېکو ثبوت د الېکترونېکی څارنو او د اعتبار وړ مخبرانو په واسطه منځته راغلی دی.

د پاکستان هغه چارواکی چې په دې اړه ورسر د نېوېارک ټاېمز له خوانه مرکې شوېدی هغوی وېلی دی چې دوی په دې پوهېږی چی دا اړېکی شته دی خو هغوی دا خبره رد کړله چې دغه اړېکی ددی سبب دی چې په افغانستان کې مرگ ژوبله زېاته شوېده.

دغه مقاله لېکی چې د امرېکا چارواکېو څو څو ځلې دای اېس آی نه شکاېت کړېدی چې له افراطی ډلو سره تړاو لری او ملاتړ ېې کوی.

ورځپاڼه لېکی چې نوی تفصېلات څرگندوی چې دغه اداره له افراطی شبکو سره ترهغه ډېر پراخه کومکونه کوی نسبت هغه ته چې پخوا څومر معلوم وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه رپوټ رد کړ او هغه یی یو "احساساتی ژورنالیزم" وگاڼه.

د پاکستان چارواکېو به څو مېاشتی وروسته تر هغه وېل چې د آی اېس آی د دوه اړخېزې لوبی وخت نور پاېته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG