د افغانستان چارواکی واېې چې په هېلمند کې په جلا حملو کې چې ېوه د پولېسو پر کاروان وشوه اوبله د پولېسو پرتاڼه باندی نهه پولېسان ووژل شول.
چارواکی ددغو دواړو حملو پړه پر طالبانو باندی ور اچوی. د افغانستان د کورنېو چارو وزارت واېې چې نهه پولېسان هغه وخت ووژل شول چې طالبانو، نن د پنجشنبی په ورځ د پولېسو په ېوه پوسته باندی حمله وکړله.
دغه پوسته د هېلمند ولاېت په نهر سراج کې پرته ده.
چارواکی واېې چې په کاروان کې د طالبانو بندېان د هېلمند مرکز لشکرگاه ته انتقال کېدل چې د ټوپکو جگړه ونښتله. رپوټ واېې چې د طالبانو څلور تنه جنگېالی په دغه نښته کې ووژل شول. په همدی نښته کی اوه پولېسان او دوه ملکېان هم ووژل شول.
په ېوه بل خبر کې وېل شوېدی چې د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزی واېې هغه ادعاگانی چې نړېوال ټولنه ېې دده دهېواد په برخه کې په اداری فساد باندی کوی هغه ټولی سېاسی انگېزې لری.
په ېوه خبر ی کنفرانس کې نن د پنجشنبی په ورځ ښاغلی کرزی د خپلو مالې حالاتوپه باب معلومات ورکړ. هغه ووېل چې دی په مشکل باندی د مېاشتی ټول ټال پنځه سوه ډالره گټی او شخصی موټر، زمکه او کور نه لری.
هغه ووېل چې دې د جرمنی په ېوه بانک کې تقرېبا لس زره ډالر ه بانکی حساب لری او ددده دمېرمنی د زېوراتو قېمت هم تقرېبا همدومره ارزښت لری.
رپوټ واېې په افغانستان کې مرگ ژوبله ډېره زېاته سوېده، په همدې سبب د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما افغانستان ته د اولس زرو نورو عسکر لېږل منظور کړېدی.
ټاکل شوېده چې بله اونی به هغه د ناټو سرمشرېزه غونډه کې د افغانستان په شخړه باندی په فرانسه او جرمنی کې خبری وکړی.