د لاس رسي وړ اتصالات

جمرود کې یوه ځان مرگي ۴٨ تنه ووژل


پاکستاني مامورین وایی چی یوه ځان مرگه بم چونکي په یوه مسجد کی چی خلک د جمعې لمانځه ته ورغلي و، د بم چاودنه کړې لږ تر لږه ۴٨ تنه یې وژلي او ټول مسجد یې په خاورو خځلو بدل کړی دی.

دا پېښه د افغانستان سره سرحد ته نژدې د جمرود په ښارگوټی کی سوې ده.

د ژغورني کارکونکي د خاورو خځلو نه مړي را باسی. چارواکي وایی چی په لس هاو خلک زخمي سوي هم دي.

XS
SM
MD
LG