د برتانیې یو لوړ رتبه نظامي جنرال ریچارډ ډینیټ وایی چی دده هیواد به شاید افغانستان ته نور عسکر هم واستوي چی ددې تضمین وکړی چی په افغانستان کی د امریکا ماموریت ناکامه نه سی.
هغه د لندن د ټایمز ورځپاڼي ته وویل چی برتاینه حاضره ده تقریبا ٢٠٠٠ نور عسکر افانستان ته واستوي چی د یاغي طالبانو سره په جگړه کی د امریکا د هلو ځلو ملاتړ وکړی.
دغه جنرال وویل چی ددغو عسکرو د استولو فیصله به د برتانیې کابینه کوي.
برتانیه همدا اوس په افغانستان کی ٨٣٠٠ عسکر لري.