د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزي نوې ستراتیژي وستایله


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تائید کړې ده او ویلي یې دي چې دا دقیقاً همهغه څه دي چې د افغانستان خلکو ورته تمه لرله.

جمهور رئیس کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې دغه ستراتیژي وستایله او ویې ویل چې دا تر هغه څه ډیر بهتره دي چې د یې تمه کوله.

تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه. په دغې ستراتیژئ کې، د افغانستان او پاکستان روان حالات په زیاتیدونکي ډول خطرناک بلل شوي او د القاعدې او د دوی د ملگرو د ماتولو لپاره د زیاتو قواوو پر لیږلو او پر سیمییزې ډیپلوماسئ باندې ټینگار شوی دی.

د نوي ستراتیژئ پر اساس افغانستان ته څلور زره نظاظي روزونکي لیږل کیږي چې د افغانستان ملي قواوې تربیه کړي. ددې تر څنگ ١٧ زره نور عسکر هم په همدې څو میاشتو کې افغانستان ته ځي.

د پاکستان چارواکو هم د سمیې د ثبات لپاره دغه نوې ستراتیژي ستایلې ده.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني پرون وویل ترهگر به پرې به نږدي چې د دوی په خاوره کې فعالیت وکړي. هغه وویل، ځیني کوچنۍ افراطي ډلې دا کار کوي. د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري هم د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما دا اقدام ستایلی دی چې غواړي په پاکستان کې ډیموکراسي وده وکړي.

د افغانستان ن په رارسېدلو رپوټو کې ویل شوي، افغان او ایتلافي قواوو د جمعې په شپه د هلمند په ولایت کې پر یوه مرکز باندې په حمله کې ١٢ تندلاري وژلي دي.

د زابل په ولایت کې هم له پولیسو سره په نښته کې دوه تندلاري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG