د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د گاندي د کورنۍ مهم غړی ونیول شو


په داسې حال کې چې په هند کې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی، ددغه ملک د تر ټولو مشهورې سیاسي کورنۍ یو غړی په دې تور پولیسو نیولی چې د مسلمانانو پر ضد یې پاروونکي خبرې کړي دي.

د اوتر پردیش دآیالت په پیلي بهیت کې نن د وارون گاندي د نیول کېدو پر وخت، د هغه ملاتړي له پولیسو سره ونښتل.

٢٩ کلن وارون گاندي وویل، دی آماده دی چې زندان ته ولاړ شي او د خپل اصولو دفاع وکړي خو دا خبره یې رد کړه چې په خپلو انتخاباتي مبارزو کې یې مسلمانان تهدید کړي دي.

د هند د انتخاباتو کمیسیون ویلي، د هغه تیري کوونکو څرگندونو له آمله دی باید ځان آینده انتخاباتو ته کاندید نه کړي.

پولیس وايي، وارون گاندي به د دوشنبې تر ورځې په زندان کې وي چې محکمه په دې اړه غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG