د لاس رسي وړ اتصالات

نن دوېمه ورځ ده چې د عراق د پولېسو او سنی ملېشی ترمنځ نښتی کېږی


د عراق او امرېکا عسکر مسلمانو سنی امنېتی رضا کارانو ته د بغداد په ېوه اولسوالۍ کې واېې چې خپلې وسلی په زمکه کېږدی.

وروسته له هغه نه چې دهغوی مشر ونېول شو، خونړی نښتی پېل شوېدی. عسکرو په لوډسپېکرونو باندی نن د ېکشنبی په ورځ امروکړ چې د بېداری شوری جگړه بنده کړی او که نه نوی توقېف به شی.

د خبردارېو سره سره هم خال خال ډزې د بغداد د فاضل په اولسوالۍ کې اورېدل کېدلی.

دا دوېمه ورځ ده چې د امرېکا او عراق عسکر په بغداد کې د سنی ملېشی له غړېو سره ډزې کوی.

دا ډزې وروسته له هغه نه پېل شوې چې ددغی ډلې محلی مشر پولېسو توقېف کړ. د ېکشنبی دورځی د ډزو د ځانی تلفاتو رپوټ سمدلاسه لاسته ندی راغلی.

خو چارواکی واېې چې لږ تر لږه دری کسان د شنبی دورځی د ټوپک په جگړو کې ووژل شول.

دا نښتی د شنبی په ورځ د فهدي په اولسوالی کې له هغه نه وروسته وشوی چې پولېسو عادل المشهدانی د سنی ملېشی چې د عراق د زامنو په نامه ېادېږی، محلی مشر توقېف کړ.

دغه مشر او دهغه ېو مرستېال د ترهگری په تور نېول شوېدي.

لږ تر لږه ېو پولېس او دوه لاروېان په دغو ډزو کې مړه شوېدی. په همدی ترڅ کې لس نور کسان زخمی شوېدی.

عېنی شاهدان واېې چې د عراق قواوې چې د امرېکا قواوېې په نظامی هېلېکوپټرو باندی ملاتړ کاوه په دغه سېمه کې د شنبی په ورځ ور داخل شوی.

د عراق د زامنو په نامه ملېشه ډله چې د بېداری د شوری په نامه هم ېادېږی او پخوانی سنی ېاغېان چې له امرېکا اوعراق د حکومت سره ېې د القاعده خلاف جگړه کې اتحاد کړېدی، په همدغه سېمه کې دېره دي.

هغه ډلې چې امرېکا ېې ملاتړ کوی، د هغوی په باب وېل کېږی چې په مرگ ژوبله کې ېې تر زېاتی اندازې پورې کموالی راوستی دی. خو دعراق د شېعه حکومت او سنی ملېشی ترمنځ ډېره ژوره بدگومانی اوبې اعتباری موجوده ده.

د عراق حکومت تېرکال د امرېکا له پوځ نه دهغو امنېتی رضا کارانو مسوولېت په غاړه واخېست چې شمېر ٩٠ زرو ته رسېږی او امرېکا ورته مېاشتنی تنخواه ورکوله. تر دې وروسته به د عراق حکومت دهغوی د معاشاتو مسوولېت ولری.

XS
SM
MD
LG