د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ېوه ځان وژونکی نهه کسان له ځان سره ووژل


د افغانستان چارواکی واېې چې په هغه حمله کې چې د افغانستان په جنوب کې په ېوه حکومتی ودانۍ وشوه.

نهه کسان وژل شوېدی. په دې که پنځه پولېسان هم شامل دی.

چارواکی واېې چې د ېو ځان مرگه دکندهار په ولاېت کې د ښار په جنوبی برخه کې ددوشنبی په ورځ ېوې ودانی ته، ددوشنبی په ورځ ورننوت او خپل ځان ېې په بم والوازوه.

رپوټ واېې چی په همدغه پېښه کې شپږ کسان زخمی شوېدی.

د اسوشېتېد پرېس او فرانسپرېس خبری اژانسونه واېې چې کاناډاېې عسکر او افغان پولېس په بېړه باندی له دغی ودانی نه راچاپېر شول.

افغان پولېس واېې چی پنځه افراطېان ددوشنبی په ورځ باندی هغه وخت ووژل شول چې د خوست په ولاېت کې ېې د سړک دغاړی بم خښاوه.

له بل پلوه د سړک دغاړی بم، په پکېتا کې د پولېسو په ېوه موټر باندی وچاود او دری پولېسان ېې ووژل.

په هغه مرکه کې چې د امرېکا د دفاع وزېر رابرت گېټس د ېکشنبی په ورځ د فاکس نېوز په تلوېزېون کې وکړله هغه ووېل چې امرېکا باېد په دې کار زور واچوی چې د طالبانو پرمختگ په شا وتنبوی او د افغانستان پولېس او اردو تقوېه کړی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما دامرېکا نوی ستراتېژی د افغانستان او پاکستان لپاره تېره اونی اعلان کړله. په دې کې دا هم شامل دی چې څلور زره نور امرېکا ېې عسکر افغانستان ته ولېږل شی.

دا څلور عسکر به له هغو اولس زرو نه علاوه وی چې په راتلونکېو څو مېاشتو کې به افغانستان ته ولېږل شی.

په عېن حال کې د افغانستان د طالبانو ېوه پخوانی عالېرتبه قوماندان د روېټر خبری اژانس ته وېلی دی چې په سلو کې پنځه نوی طالبان دېته چمتو دی چې خپله وسله په زمکه کېږدی که چېرې حکومت د هغوی امنېت تضمېن کاندی.

ملا عبدالسلام په ٢٠٠٧ کال کې خپله وفاداری له افغان حکومت سره اعلان کړله.

هغه ووېل چې د افغانستان حکومت لاتر اوسه پورې دومره قوی ندی چې ېاغېانو ته امنېت برابر کاندی. په هغوی کې ډېر کسان داوېره لری چې که له حکومت سره ېوځای شی نو وبه وژل شی.

XS
SM
MD
LG