د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پسرلی: 'نوی هیلې او نوی اندېښنې'


په افغانستان کی د نوي کال او پسرلی په را رسېدلو سره که له یوې خوا د کښت او کروندو موسم راغلی او د ژمي سړې شپې تېری شوي دي، نو له بلی خوا د خلکو سره د یاغیانو د نویو حملو وېره هم زیاته شوې ده.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی له یوې خوا متحده ایالاتو په سیاسی او پوځی ساحه کی په افغانستان کی خپله مداخله زیاته کړې ده، په مقابل کی طالبان ښایی د امریگایی پوځیانو د زیاتېدلو سره خپلو حملو ته هم زور ورکړي او د دې ترڅنگ لا د اگسټ په میاشت کی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د ناکراریو او حملو د زیاتېدلو انتظار ایستل کېږی نو سړی چی دغی وضعی ته گوري داسی اندېښنه ورته پیدا کېږی چید هغه هیواد لړزانه سسټم به دونه زیات فشار ته ټینگ سی کنه.

ورځپاڼه لیکی د افغانستان له خلکو څخه چی پوښتنی سوي دي نو هغوی واییچی دوی کلونو کلونوناکراریو او اقتصادی ستونزو ډېر سخت ستړي کړي دي او اوس هیله لری چی گوندي انتخابات به په هره برخه کی ثبات راولی.

خو د ډېرو زیاتو سهر سمدستی وېره دا ده چی ټروریسټان به خپلو حملو ته زور ورکړي او د ځینو سره دا اندېښنه ده چی په دغه رازیوه فضا کی به انتخابات څرنگه کېږی او ایا دا به ممکنه وي چی پرته له ډار او تهدید څخه رایه گیری وسی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د ساینس د پوهنځي د یوې دوه ویشت کلنی محصلیمرضیه انوري له قوله لیکی هر سهار چی زه له کوره وزممور مي دعا کوي چی گوند بیرته سالمه کورته ستنه سم.

دا وایی زه او زما ملگري غواړو په انتخاباتو کی برخه واخلو او غواړو چی د هیواد لپاره تعلیم یافته او پوه خلک انتخاب کړو مگر مخکی له دې چی د سیاست په باره کی فکر وکړو موږ وایو لومړی باید دغه ځان مرگي حملې بندی سی ځکه چی وینی په وینو نه پرېولل کېږی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی سره له هغه چی نن سبا په دې باب ډېری خبری کېږی چی په افغانستان کی د امرکیا د پوځیانوزیاتېدل به په وضع کی تغیر راولی او دغه راز د اوباما حکومت ویلي دي چی د طالبانو سره خبرو ته کښېنی او گوندي چی د دې خبرو څخه یو سیاسی حل راووزی، مگر هم د افغانستان او هم د امریکا له مقاماتو سهر دا اندېښنه ده چی د پسرلی د رارسېدلو سره به حملې زور واخلی.

سره له هغه چی د کابل د حکومت او خارجی هیوادونو منځگړي د خبرو د پیل کېدلو دپاره په منځ کی گرځی خو د یاغیانو مشرانو ویلي دي چی دوی به خپلو حملو ته دوام ورکړي او تر څو چی غربیان یې له هیواده ایستلي نه وي دوی به کرار نه سی.

د بلی خوا لا په دې باب تاوده بحثونه روان دي چی کله د مې په میاشت کی د جمهور ریس کرزي د قدرت دوره پای ته رسېږی د انتخاباتو تر وخته پوری به څوک جمهور ریس وي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی تر اوسه پوری هیڅ یوه مهم سړي خپله کاندیدي نه دهاعلان کړې، او په دې باره کی د پردې تر شا خبری رواني دي.

پخواني خارجه وزیر عبدالله عبدالله چی یو له کاندیدانو څخه دی وویل دافغانستان په سیاست کی ډېره ستړې کونکې خبره دا ده چی هر څوک فکر کوي تر ټولو ښه جمهور ریس به وي. نو هر څوک تر وروستنی شېبې پوری انتظار باسی. مگر دا ځل موږ د زړو طریقو څخهکار نه سو اخیستلای دا انتخابات د افغانستان د مرگ او ژوند سوال دی، او زه هیله لرم چی ټول به د واقعیتونو د لیدلو دپاره سترگي خلاصی کړی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی نور کاندیدان، د مالیې پخوانی وزیر اشرف غنی ، علی احمد جلالي، گل آغا شېرزی، زلمی خلیل زاد او انورالحق احدي دی.

د کرزي مخالفین ټول په دې لگیا دي چی څرنگه هغه ته ماته ورکولای سی، خو له هیچا سره دا طرح نسته چی د امنیت غم به څرنگه خوری. ډېر افغانان د کرزي د حکومت له اجرااتو څخه ناراض دي او واییچی هغه په اداری فساد کی ډوب دی، خو په دې همیقین نه لری چی بل څوک به گوندي تر هغه ښه کار وکړی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی یوه خبره لا دا ده چی ډېر زیات خلک د متحده ایالاتو د مداخلو نه خواشیني دي او اعتماد نه ورباندی کوی.

ډېر افغانان دې ته منتظر دي چی واشنگټن څوک د افغانستان د جمهوری ریاست دپاره خوښوی، خو دوی د امریکا مداخلې سخت ناراض کړي دي.

دوی ناکراریو او ټروریسټی حملو تر پزی رسولي دي خو دوی فکر کوی چیپه افغانستان کی به د امرکیا د عسکرو د زیاتېدلو سرهیاغیان خپلو حملو ته نور زور ورکړي او امنیتی وضع به نوره هم خرابه سی.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه په پای کی د اته ویشت کلن محمد احسان الله له قوله لیکی چی خلک ستړي دي او دوی نور نه په حکومت او نه په خارجیانو باور لری. دی وایی موږ د امنیت د ټینگولو د پاره د امریکایی پوځیانو زیاتېدلو ته ضرورت نه لرو، موږخارجی پانگو او فابریکو ته ضرورت لرو.

که خلک د خپلو ځانونو اوکورنیو دپاره ډوډی پیدا کړي نو هغوی به نه ټروریسټان او نه غله سی. کله چی موږ په خپلو کارونو لگیا یو نو نه په طالبانو کی ری وهو او نه په دې کی ری وهو چی د افغانستان راتلونکی جمهوریس به څوک وي.

XS
SM
MD
LG