د لاس رسي وړ اتصالات

روسېه او امرېکا 'دېته ضرورت لری چې خپلې اړېکی بېرته له سره ترمېم کړی'


د روسېې جمهور رئېس واېې چې روسېه او امرېکا دېته ضرورت لری چې خپلې اړېکی بېرته له سره ترمېم کړی او په مهمو نړېوالو مساېلو باندی په گډه کار وکړی.

ښاغلی مېډوېډېوف نن د سه شنبی په ورځ په واشنگټن کې پوست کې ولېکل چې پکارده دواړه هېوادونه په خپلو اړېکو کې انحراف او بې تفاوتی تحمل نکړی.

د روسېې مشر مېډوېډېوف ووېل چې د امرېکا او روسېې له اړېکونه د ناوړه او خرابو شېانو اېستل به داخبره ېقېنی کړی چې ددواړو هېوادونو په اړېکو کې برابری او دوه اړخېزې گټه منځته راشی.

د روسېې جمهور رئېس ووېل مخکېنۍ ادارې دا پلان ېې درلود چې په ختېځه اوروپا کې د توغېندېو دفاعی نظام نصب کړی، د ناټو د پراختېا ملاتړ وکړی، له دېنه ېې انکار کاوه چې په اوروپاکې د عنعنوی وسله والو قو او د موجودېت په موافقه لاسلېک وکړی.

دې ټولو خبرو د روسېې گټو ته تاوان رساوه.

د روسېې جمهور رئېس مېډوېډېوف به د لومړی ځل لپاره د چارشنبی په ورځ په لندن کې دامرېکا له جمهور رئېس براک اوباما سره ملاقات وکړی.

د روسېې چارواکی واېې چې داېران اټومی پروگرام به د هغو مساېلو په جمله کې وی چې دواړه جمهور رئېس به پرې بحث وکړی.

XS
SM
MD
LG