د لاس رسي وړ اتصالات

په کجکی کی ٢٠ یاغیان ووژل شول


په افغانستان کی د امریکا په مشري ائتلافي قواوي وایی چی ددوي عسکرو پرون د چهارشنبې په ورځ د هغه ملک په جنوب کی شل یاغیان وروسته له هغه ووژل چي پر دغو عسکرو باندی یې حمله وکړه.

د ائتلاف په بیانیه کی چی نن خپره شوې ویل شوي دي چی د ائتلاف قواو د هلمند د ولایت د کجکي په ولسوالي کی گزمه کوله چی په لس هاو یاغیانو په سپکو وسلو او راکټ لانچرونو حمله پر وکړه.

په بیانیه کی ویل شوي دي چی ائتلافي قواو متقابلي ډزي وکړې او وروسته یې هوایي حمله هم پر وکړه.

د عسکرو د تلفاتو په باب کوم رپوټ نه دی ورکړه سوی.

د افغانستان جنوب د یاغي طالبانو مرکز دی. د سه شنبې په ورځ هم په دې سیمه کی په څو نښتو کی لږ تر لږه ٣٠ یاغیان ووژل سول.

XS
SM
MD
LG