پاکستان وایی چی کله چی د امریکا خاص آستاځی ریچارډ هال بروک بله هفته پاکستان ته راسی نو د امریکا د توغوندیو د حملو په باب به خبري ورسره وکړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق عبدالباسط نن خبر یالانو ته وویل چی پاکستان د امریکا سره خبرو ته تیار دی او د پاکستان په خاوره کی دننه د توغوندیو حملې نه سی منلای.
د امریکا بې پیلوټه الوتکو په تیر یوه کال کی لږ تر لږه ٣٠ داسی حملې کړي دي چی هدف یې د سرحد په اوږدو کی په شمالي وزیرستان کی القاعده او یاغي طالبان وو.
امریکا هیڅکله دا حملې نه دي تایید کړي.
کله چی د امریکا د جمهور رئیس اوباما حکومت تیره هفته اعلان وکړ چی په افغانستان کی د یاغیانو سره په جگړه کی د امریکا په نوې ستراتیژۍ کی پاکستان ډیر زیات اهمیت لري، دا اسلام آباد ته د ښاغلي هال بروک لومړی سفر دی.
هغه د فیبروري په میاشت کی دغو دواړو ملکونو او هند ته سفرونه کړي وو.