د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ذروي وسلو نه پاکه نړۍ غواړی


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی دی به ژر داسی یوه آجندا برابره کړی چی په هغې کی به د ذروی وسلو نه پاکه نړۍ وغوښتل سی.

ښاغلي اوباما د فرانسې په ختیځ ښار ستراسبورگ کی محصلانو ته وینا وکړه او ویې ویل چی د ذروي وسلو خپریدل ددې نړۍ پر مخ د یوه ښار د تباه کیدو سبب کیدای سی. هغه وویل چی دی به خپل دا پیشنهاد د یکشنبې په ورځ په پراگ کی څرگند کړی.

مخکي د فرانسې جمهوررئیس نیکولا سرکوزي د امریکا او روسیې د جمهوررئیسانو له خوا هغه اعلان وستایه چی د چهارشنبې په ورځ یې وغوښتل چی د هغه تړون د تمدید په باب دي بیا خبري وسی چی د اوږده واټن ذروي وسلې محدودوي.

ښاغلي اوباما د روسیې سره د خبرو په اهمیت باندی ټینگار وکړ. مگر هغه تیر کال په گورجستان باندی د ماسکو په نظامی حملې باندی بیا انتقاد وکړ. هغه همداراز د ټولو اروپایي هیوادونو د خودمختارۍ د ساتلو په اهمیت باندی هم ټینگار وکړ.

ښاغلی اوباما په ستراسبورگ کی د ناتو د مشرانو په عالي جرگه کی د برخی اخیستو د پاره فرانسې ته رسیدلی دی.

د فرانسې جمهوررئیس د افغانستان په باب د ښاغلي اوباما د نوي پالیسۍ کلک ملاتړ وکړ او وعده یې وکړه چی د هغه ملک د پولیسو د روزني او بیا آبادۍ په چارو کی به مرسته وکړی.

دواړو مشرانو دغه راز وویل چی دا مهمه ده چی ایران دې ته پرې نه ښودل سی چی ذروي وسلې جوړي کړی او شمالي کوریا په دې قانع کړای سی چی د خپل لیري واټن توغوندي د آزمیلو نه لاس واخلی.

XS
SM
MD
LG