د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د ناټو ضد مظاهرې


د فرانسې پولیس وایی چی مخکی له دې چی نن د جمعې په ورځ د ناتو د شپېتمي کالیزي د رارسیدو په ارتباط د ناتو د مشرانو عالي جرگه په ستراسبورگ کی شروع سی، هغوی سل مظاهره چیان لا تر اوسه هم په توقیف کی ساتلي دي.

چارواکي وایی چی دغه کسان د هغو ٣٠٠ تنو په جمله کی دی چی پرون د پولیسو سره په شخړو کی نیول سوی وو.

پولیسو په دغو مظاهره چیانو باندی اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ. مظاهره چیانو چی غوښتل یې د ستراسبورگ مرکز ته ځانونه ورسوي او پولیسو یې مخنیوی وکړ، د کړکیو سیښې ماتي کړې اود فضله موادو صندوقونو ته یې اورونه واچول.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما هم ددې عالي جرگې د پاره ستاسبورگ ته رسیدلی دی د ناتو دا غونډه به چی د جرمني په بادین ـ بادین کی هم کیږي دوې ورځی دوام ولري.

د جرمني او فرانسې حکومتونو ددغو دوو ښارونو په شاوخوا کی د امنیت ساتلو د پاره تقریبا ٢٥ زره پولیسان اچولي دي.

XS
SM
MD
LG