د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په عملیاتو کې ۴ یاغیان وژل شوي


په افغانستان کی امریکایي قواوي وایي چی افغان او د امریکا په مشري ائتلافي قواو د هلمند په ولایت کی د طالبانو په یوه قوماندان باندی د حملې په وخت څلور یاغي طالبان وژلي دي.

په بیانیه کی ددې قوماندان نوم نه دی یاد سوی، مگر ویلي یې دي چی هغه د تیر ډیسیمبر په میاشت کی د موسی کلا په ښارگوټي کی په دوو حملو کی لاس درلود چی یوه یې د یوه ځان مرگه بم چونکی حمله وه او بله یې په ائتلافي قواو باندی حمله وه چی ١٢ ملکي خلک یې ووژل.

اردو وویل چی عسکرو د شپې له خوا د نادعلي په ولسوالي کی ددغه قوماندان د اوسیدو پر ځای باندی حمله وکړه ، د هغه دوه محافظین یې ووژل او دوه تنه نور وسله وال کسان چی تسلیم نه سول هم ووژل سول او عسکرو په دې ځای کی توپک او توپنچې پیدا کړې.

په بیانیه کی دا هم نه دي ویل سوي چی ددې حملې په وخت کی دغه قوماندان چیری و.

XS
SM
MD
LG