د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ناټو افغان ستراتیژي تائید کړه


جمهور رئیس براک اوباما وايي د ناټو په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژئ کلک ملاتړ وشو.

ښاغلي اوباما خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې هلې ځلې یوازې د امریکا مسئولیت نه دی او ناټو هم خپل منابع په کار اچوي چې په افغانستان کې معین هدفونه تر لاسه شي.

د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو د غړو هیوادونو مشران نن د جرمني او فرانسې پر سرحد باندې ددې لپاره راټول شوي دي چې ددغه تړون ٦٠مه کلیزه ولمانځي.

جمهور رئیس اوباما وویل، په افغانستان او پاکستان کې طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره زیاتو منابعو ته ضرورت دی. هغه د ناټو پر تړون غږ وکړ چې افغانستان ته ٥٠ زره نور عسکر ولیږي افغانستان ته د میلیونونو ډالرو د ورکولو پر کړو ژمنو ودریږي.

جرمني او فرانسې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تائید کړه.

د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو د غړو هیوادونو مشران نن د جرمني او فرانسې پر سرحد باندې ددې لپاره راټول شوي دي چې ددغه تړون ٦٠مه کلیزه ولمانځي.

د ډنمارک صدراعظم انډرې رسموسن د یاپ دې هوپ شیفر پر ځای د ناټو د نوي عمومي منشي په توگه ټاکل شوی دی. ترکیې د هغه د انتخابېدو سره له مخالفت نه لاس اخیستی دی.

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزې، رسمي غونډې ته د خبرو پر وخت نوې ستراتیژي له دې آمله وستایله چې د افغانستان د خپلو قواوو پر روزلو ټینگار شوی او په عین وخت کې هم پوځي عملیاتو او هم ملکي پرمختیايي چارو ته توجه شوې ده.

د جرمني صدراعظمې انجیلا مرکل بیا وویل، په ستراتیژئ کې د ناټو د غړو هیوادونو گډ فکر ته پام شوی او ژمنه یې وکړه چې جرمني به په افغانستان کې خپلو ژمنو ته وفادار وي.

په همدې غونډه کې فرانسې له ۴٠ کلونو وقفې وروسته یو ځل بیا د ناټو په نظامي قوماند کې د ورگډېدو اعلان وکړ.

ددغه غونډې د پیل پر وخت د امریکا جمهور رئیس د جرمني د صدراعظمي انجیلا مرکل او نورو جرمن مشرانو سره یو ځای د یادگار په توگه د راین د سیند پر هغه پله پیاده تیر شول چې جرمني له فرانسې سره نښلوي.

ددغه پله په نیمايي کې له دوی سره د فرانسې جمهور رئیس هم یو ځای شو چې د فرانسې له خوا نه راغلی و.

دغه غونډه د فرانسې په سرحدي ښار سټراس برگ کې جوړه شوې او په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د تهدید په خلاف د امریکا پر نوي ستراتیژئ او د ناټو د نوي عمومي منشي پر ټاکلو بحث کوي.

پرون د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د نړۍ پر ملکونو غږ وکړ چې د اتومي وسلو او تروریزم مخه ونیسي.

د اروپايي هیوادونو مشرانو افغانستان ته د عسکرو او روزونکو د لیږلو او د ډیپلوماتیکو هلو ځلو د زیاتولو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG