د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما نن د ذروی وسلو نه د نړۍ د پاکولو خپل نوی کمپاین پیل کړ


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما نن د یکشنبې په ورځ د ذروی وسلو نه د نړۍ د پاکولو خپل نوی کمپاین پیل کړ.

هغه وویل ذروی وسلې د ساړه جنگ نه پاتی تر ټولو خطرناک میراث دی او زیاته یی کړه چې امریکا د یوازني هغه هیواد په حیث چې دا تباه کونکې وسله یی ازمویلی دا انساني مسولیت په غاړه لري چی ددې هڅې مشري په غاړه واخلي.

هغه وویل متحده ایالات به د ذروی وسلو نه پرته د نړۍ په لور گټور گامونه پورته کړي.

هغه پدی ټینگار وکړ چې د خپل ملی امنیت د راتلونکی ستراتیژۍ په لړ کی به یی زیار دا وي چی په نړیواله کچه د ذروی وسلو رول محدود کړای شي.

XS
SM
MD
LG