د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډائې جنرال وائې، طالبان باید اخری حد ته راوستل شی


کاناډائې جنرالچې پدی وروستیو وختو کې ئې په افغانستان کې دکاناډائې قواو قوماندانی ختم کړیده، د افغانستان په باره کې د اوباما دحکومت نوی پالیسی ته هرکلی ویلی دی.

دغه کاناډائې صاحب منصب ددوه زره اتم کال دمی دمیاشتی نه دروان کال تر فبروری دمیاشتی پوری په افغانستان کې دکاناډائې عسکرو قومانده په غاړه لرله.

برید جنرال ډینس تامپسن د امریکا غږسره په تلیفونی مرکه کې دافغانستان لپاره دامریکا نوی سټراټیجی ته چې پدی وروستیو وختو کې ئې اعلان کړه دهغه څه خصوصیت ورکړل چې دی ورته د ډاکټر امر وائې.

جنرال تامپسن وائې: "که سپینه خبره وکړم نو زموږ عکس العمل به دامریکا د نوی سټراټیجی په باره کې ستائل وی. دا عینی لار ښونه ده چې موږوینو دغه ماموریت ته کیږی. او په صادقانه توگه د کاناډا دنظر چې څه باید په افغانستان کې پیښ شی اوالبته دامریکا ترمنځ دصفر یا ورځی فرق دی."

په افغانستان کې د کاناډا تقریبآ دری زره دری سوه عسکراو دهوائې قوا افراد شته چې دامریکا ئې عسکرو لسمه برخه کیږی چې اوس ئې شمیر تقریبآ ٣٨ زرو تنوته رسیږی اودکندهار په ولایت کې دیره دی. ددوه زره دویم کال نه راپدی خوا په افغانستان کې دکاناډا څه دپاسه سل تنه عسکر وژل شویدی.

د اوباما حکومت غواړی چې افغانستان ته ٢١ زره اضافی عسکر ولیږی چې دا به په کندهارکې دکاناډائې عسکرو سره یوځای شی.دوی به لږترلږه په لومړی سر کې د کاناډائې قوماندان دقوماندی لاندی گډ عملیات کوی. جنرال تامپسن وائې، دعسکرو زیاتوالی ته به هرکلی وویل شی ځکه چې دکاناډا دعسکرو شمیر دومره زیات نه دی چې سیمېونیسی او وی ساتی. په داسی شرائطو کې به دسیمی خلک دطالبانونه نه ویریږی چې مخالفت ئې وکړی.

مگر دکاناډایانو هرکلی ښائې چې دکندهار دخلکو په آینه کې ونه لیدل شی . په دغه ولایت کې طالبان فعال دی. په دوه زره شپږم کال کې طالبانو د کندهار دښار دنیولو کوښښ کړی وو.

جنرال تامپسن وائې، د کاناډائې قواو سره په ځینو سیمو کې محلی همکاریښه ده او په ځینو نورو سیمو کې کمه ده.

"په ډانگ پیلی توگه چې خبره وکړم هغه داده چې زه داسی گڼم چې دکندهار په ښار کې همکاری ښه ده، ډیره ښه یا بېخی ښه نده. او داسی گڼم چېپه کلیوالو سیموکې همکاری کمه ده. زما مقصد دادی چې په کومه سیمه کې امنیت وی او خلک دارامی احساس وکړی او موږ ته راځی. او په کومه سیمه کې چې موږ حضور نلرو ، هلته همکاری کمه ده."

جنرال تامپسن وائې، په افغانستان کې هدف باید دا وی چې یاغیان کمزوری او یوې څنډی ته ایسار کړی، نه داچې دوی ته په نظامی توگه ماتی ورکړل شی.

جنرال تامپسن وائې: "کله چې زه دا خبره کوم چې یاغیان دی کمزوری یا څنډی ته کړی شی ، تاسی ته پکارده چې دوی داسی حد ته راولی چې نظامی اثر رسوخ ونلری مگر ښائېچې بیاهمیوسیاسی تحریک وی. اوسپینه خبره چې وکړم، که د طالبانو په اړه دوسله وال مخالفینو کلمه لغوه شی نو په اساسی توگه دا دافغانستان دحکومت مخالفین کیږی. او دنړۍ دبلی هیڅ ډیموکراسۍ سره فرق نلری چې په هغې کې دحکومت خلاف سیاسی گوند یا گوندونه وی چې دغه پړاوکې دوی مجبور دی چې په عادی ډیموکراتیک جریان کې دخلکو ملاتړلاس ته راوړی."

د امریکا دنوی سټراټیجی یو مهم اړخ دا دی چې دکابل دحکومت دهغو کوښښونو ملاتړکوی چې غواړی دسخت گیرو طالبانونه اعتدال غوښتونکی طالبان بیل کړی او دوی په سیاسی جریان کې شامل کړی.

جنرال تامپسن څرگنده کړه چې دکندهار والی چې داسی واقع شویده چې پخوا ئې په کاناډا کې داوسیدو اجازه لرله ، غواړی ، جرگه دی راوبلل شی چې په سیمه ایزو ستونزو باندی خبری وکړی.

جنرال تامپسن وائې، دا یوه شروع ده: "په ثابته توگه که شپږسوه قومی مشرانو ته بلنه ورکړل شی چېدکندهار ښار ته راشی نو له دوی نه ځینی به ئې دطالبانو سره ارتباط لری. او دا ددی موقع ده چې هغه غوره کړی او ښائې چې دا ددوی لپاره وخت وی چې دحکومت خواته راشی او دخپلو خلکو په ملاتړ گټور اقدام وکړی.

ځکه نو دبیا پخلاکیدنی جریان داسی جریان دی چې پخپله افغانان ئې باید پرمخ بوځی. او څرگنده خبره ده چې دا داسی یوجریان دی چې موږ ورتهباید منابع برابری کړو."

افغانستان ته دکاناډا دعسکرو لیږل دکاناډیانو ترمنځ دیو څه ناارامی سبب شویدی چې په داسی حال کې چې یو کال پخوا په رسمی سروی کې منل شوی وه.

کاناډا غواړی چې په دوه زره یولسم کال کې لږترلږه دخپلو عسکرو په ایستلو به پیل وکړی. جمهور رئیس براک اوباما دناټو دمشرانو دعالی غونډی په وخت کې کوښښ کاوه چې دناټو دغړو هیوادونو وعده لاس ته راوړی چې افغانستان ته نور عسکر واستوی.

مگر د کاناډا صدر اعظم سټیفن هارپر د امریکا تلویزنی شبکی ( فاکس نیوز) ته وویل، جمهور رئیس اوباما کاناډا ته د خپل تازه سفر په وخت کې له کاناډانه ونه غوښتل چې په افغانستان کې دخپلو عسکرو موده وغزوی.

XS
SM
MD
LG