د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدر اعظمې افغانستان ته سفر وکړ


د جرمنی صدر اعظمې انگېلا مرکېل، ددوشنبی په ورځ افغانستان ته نا اعلان شوی سفر وکړ.

د جرمنی د حکومت ېوه نطاق ووېل توقع ده چې هغه هلته د جرمنی له عسکرو سره چی د افغانستان په شمال کې دېره دی ملاقات وکړی.

جرمنی په افغانستان کې ۳۸۰۰ عسکر لری. دا عسکر دنړېوالی قوې ېوه برخه دی چې له ېاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی.

د جرمنی چارواکی واېې چې په کندز کې دهغی له سفرنه لنډه شېبه وروسته، په هماغه ځاې باندی د راکټ دوه ډزې وشوی.

راکټونه د مرکز نه بهر ولگېدل او هېڅوک زخمی نشول. دا توقع نه وه چې هغه دې له افغان چارواکېو سره ملاقات وکړی.

انگېلا مرکېل دا سفر په داسی وخت کې کوی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک، د امرېکا د لوېو درسېتزانو د کومېټی مشر او د سمندری قواو ستر جنرال ماېک ملېن په کابل کې دی او د افغانستان د جگپوړه چارواکېو سره په په کابل کې مذاکرات کوی.

ستر جنرال ماېک مولېن د ېکشنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې دی په دې قانع دی چې په زرگونو نوي عسکر چې افغانستان ته روان دی هغوی په ددې هېواد د ناکراره جنوبی برخو په په با ثباته کولو کې مرسته وکړی.

رپوټ واېې چې دهېواد جنوبی برخی د طالبانو د زېاتېدونکی بغاوت مرکز گڼل کېږی.

خاص استاځی رېچرد هالبروک ووېل چې په دې سفر کې، د افغانستان په جمهوری انتخاباتو باندی چې داگست په شلمه نېټه به وشی زېات تمرکز کېږی.

همدا رنگه د ېکشنبی په ورځ د امرېکا پوځ په افغانستان کې ووېل چې د افغانستان عسکرو چې د امرېکا په مشرئ اېتلاف قواو ېې ملاتړ کاوه د زابل ولاېت د کلات په اولسوالی کې ېې څوارلس کسان ووژل.

په ېوه نظامی خبر لېک کې وېل شوېدی چې د افغانستان عسکرو گزمه کوله چې د شنبی په ورځ باندی ېاغېانو پری حمله وکړه.

تر هغې وروسته وسله واله نښته وشوه اوورپسی بېا بمباری وشوه.

او توقع ده چې د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک نن ددوشنبی په ورځ اسلام اباد ته ورسېیږی. دا به له هغه وخت راهېسی اول ځل وی چې دی اسلام اباد ته ځی چې واشنگټن له پاکستان سره د دې لپاره نوری مرستی وعده وکړله چې اسلامی ېاغېانو ته ماتی ورکړی.

توقع ده چې هالبروک او د امرېکا د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس ماېک مولېن له کابل نه اسلام اباد ته ولاړشی. هلته هغوی د افغانستان د حکومت له چارواکېو سره ملاقات وکړ.

هغوی په داسی وخت کې پاکستان ته سفر کوی چې ېولړځان وژونکی بم چونی پکی شوېدی.

په دې وروستېو بم چوونو کې د پنجاب اېالت په ېوه جومات کې په ځان مرگه برېد کې د ېکشنبی په ورځ ٢۴ لمونځ کوونکی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG