د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د موټر بم په چاودنو کې ٣٢ کسان ووژل شول


د عراق پولېس واېې چې ددوشنبی په ورځ په ټول بغداد کې تقرېبا شپږ موټربمونه وچول شول.

په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ٣٢ کسان ووژل شول اوپه شلگونو نور پکی زخمېان شول.

رپوټ واېې چې ترټولو خونړی برېد د صدر په ښار کې وشو. چارواکی واېې په دغه سېمه کې لس کسان ووژل شول او ٢٨ کسان ېې زخمی کړل.

ېو بل بم په مرکزی بغداد کې، د روزمزدورانو د انتظار په ځاې کې وچاود.په دغه چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول او شپاړس نور زخمی شول.

ېو بل بم چې هدف ېې دعراق د کورنېو چارود وزارت د چارواکیو وژل ووپه ختېځ بغدادکې ېې دوه کسان ووژل او څو تنه نورېې زخمی کړل.

څلورم بم هم چې په پاېتخت بغداد کې وچاود لږ تر لږه دوه کسان ېې زخمی کړل.

له څلورمی چاودنی نه ېو څو ساعته وروسته د بغداد په ام مالف کې ېو بم وچاود اودلس کسان پکی ووژل شول او ٢٣ پکې زخمېان شول.

XS
SM
MD
LG